CRI Online

د پوهنې ملکيت نړيوال سازمان: چين د نړيوال امتيازي حق دوهم لوی غوښتونکی هېواد ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-22 16:36:50

سينهوا اژانس خبر ورکړ، د مارچ په ۲۱مه نېټه د پوهنې ملکيت نړيوال سازمان په يو راپو کې وويل، چې په ۲۰۱۷ کال کې د امتيازي حق د همکارۍ تړون تر مرستې لاندې چين د نړيوال امتيازي حق دوهم لوی غوښتونکی هېواد ګرځېدلی دی چې د غوښتن ليکونو شمېر تر امريکا لږ دی. د چين هوا وې شرکت او جونګ شينګ شرکت تر ټولو شرکتونو زيات امتيازات غوښتي دي.

په ياد راپو کې د ۲۰۱۷ کال لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او تصديو لخوا د پوهنې ملکيت د نړيوال سازمان د خدمتونو د استغمالېدو په اړه تحليل کړی. په ۲۰۱۷ کال کې د امريکا لخوا د امتيازي حق د غوښتن ليکونو شمېر ۵۶ زره او ۶۰۰ ته رسېده، چين ۴۸ زره او ۹۰۰ او جاپان ۴۸ زره او ۲۰۰ ته سېدلې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای