د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۱مه نېټه د امريکا فدرالي زېرمې کميټې اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د فدرالي صندوق د ګټو کچې اندازه له ۱.۵٪ څخه تر ۱.۷۵٪ پورې يې پورته کړي. سږکال دا د امريکا د فدرالي زېرمې کميټې لومړی ځل دی چې د ګټو کچه لوړوي او دا د مارکيټ له عامه پيشګويۍ سره سمون لري.
په همدې ورځ يادې کميټې د پولي سياست تر نوبتي غونډې وروسته د يوې اعلاميه په خپرولو سره وويل، په وروستيو مياشتو کې د امريکا اقتصادي حالت ښه شوی دی، د ګټو کچې لوړول د اقتصاد د نرم پرمختګ او د روزګار د پيدا کېدو د مارکيټ د ثبات لپاره ګټور دی.
د امريکا فدرالي زېرمې کميټه وايي چې په اتلونکو څو مياشتو کې به د انفلاسيون د زياتېدو کچه بېرته لوړه شي او په منځنۍ مرحله کې به ديادې کميټې ۲٪ هدف تر لاسه شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |