د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ په ۲۲مه نېټه د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فرانسې د ولسمشر مکرون په بلنه ورسره ټلېفوني خبرې وکړې.
مکرون د چين د دولت رئيس په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله شي جين پينګ ته مبارکي وويله.هغه وويل ، زه د فرانسې او چين ترمنځ دوستۍ ته په درنه سترګه ګورم او د چين په دوو لويو غونډو کې تر لاسه شويو بېلا بېلو برياليتوبونو ته ډېره پاملرنه کړې.غواړم له رئيس شي سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېډو په اړه ګډې نظريې پلې کړي.
رئيس شي وويل چې ولسمشر مکرون د چين د دوو لويو غونډو تر پای وروسته د مبارکۍ پيغام ولېږه چې له دې څخه څرګندېږي چې ولسمشر مکرون د چين پرمختګ او د چين او فرانسې ترمنځ اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.دواړو مشرانو د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |