د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د ځينو هېوادونو مشرانو او ګوندي مشرانو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د چين د نوې دورې د دولت رئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ويلې.
د المان ولسمشر فرانک والتر ستېنمېر د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د نوې دندې مبارکي ويلې. نوموړي ويلي چې غواړم له تاسو سره په ګډه د المان او چين تر منځ د نږدې او دوستانه اړيکو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړم.
د ډنمارک پاچې مارګرېټ دوهم د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د نوې دندې مبارکي ويلې.
د مکسيکو ولسمشر انريکيو پېنه نيټو د خپلې مبارکۍ تر څنګ رئيس شي جين پينګ ته وويل چې باور لرم چې تاسو به په نوې زمانه کې تل کوښښ وکړئ او غواړم له تاسو سره د دواړو هېوادونو تر منځ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزي اړيکې پياوړې وکړم.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |