د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونالډ توسک او د اروپايي ټولنې مشر جين کلاود جونکر د مارچ په ۲۱مه نېټه د يوې ګدې اعلاميې په خپرولو سره د چين د دولت رئيس په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله شي جين پينګ ته مبارکي وويله.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د اروپايي ټولنې په اند چين د دې ټولنې يو مهم ستراتيژيک همکار دی.په دې وروستيو کلونو کې دواړو خواوو په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. د چين او اروپايي ټولنې مشران به په روان کال کې په چين کې خبرې اترې وکړي چې دا به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره يو ستر فرصت وي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |