د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۲مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ يو يادداښت لاسليک کړ چې د ۳۰۱ په نوم د پلټنې نتيجې له مخې، امريکا به په لويه پيمانه دغه هېواد ته د چين پر وارداتي شيانو ګمرکي محصول ولګوي او چيني تصديو دې ته مجبوروي چې په امريکايي تصديو کې پانګونه وکړي او يا هم امريکايي تصدۍ واخلي. ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې د يادداښت له لاسليک مخکې رسنيو ته وويل، هغه چيني توکي چې محصول پرې لګېږي، ښايي د ۶۰ ملياردو ډالرو ارزښت ولري. د چين د سوداګرٍۍ وزارت وړاندې ويلي، چې په دې اړه به چين ضروري غبرګون وښيي او خپلې قانوني ګټې به وساتي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |