CRI Online

د چين او جنوبي کوريا تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون د دويم پړاو د لومړۍ دورې خبرې اترې په سيول کې تر سره شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-23 10:59:46

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين او جنوبي کوريا تر منځ د ازادې سوداګرۍ د تړون د دويم پړاو په هکله د لومړې دورې خبرې اترې د مارچ په ۲۲مه نېټه په سيول کې تر سره شوې. د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير او په نړيوالو سوړاګريزو چارو کې د چين مرستيال استازي وانګ شو ون او د جنوبي کوريا د توليدي چارو او د سوداګريزو سرچينو مرستيال وزير په لارښوونې دوو پلاويو په يادو خبرو اترو کې ګډون کړی و.

دواړو خواوو د چين او جنوبي کوريا تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون د لومړي پړاو د عملي کولو حالاتو په هکله رشايت څرګند کړ. د ياد تړون له مخې دواړه خواوې به بازار ته د خدمتونو او پانګونې ننوتلو په اړوند خبرې اترې وکړي. دواړه خواوې به د خبرو اترو له لارې د دغه تړون د دويم پړاو په هکله د خبرو اترو اړوند سند تصديق کړي.

دواړه خواوې به د چين او جنوبي کوريا د مشرانو ګډې نظريې عملې کړي، په فعاله توګه د دغه تړون د دويم پړاو د خبرو اترو او د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره د موافقې ته د رسيدو هڅونه وکړي او په پر له پسې ډول د سوداګرۍ او پانګونو په چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ سويې لوړې کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای