ټرمپ: بولتون به د دولتي امنيتي چارو په برخه کې د ولسمشر د مرستيالۍ دنده پر غاړه واخلي
cri (GMT+08:00) 2018-03-23 11:04:20
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۲مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وويل، جان بولتون به د ميک ماسټر پر ځای د دولتي امنيتي چارو په برخه کې د ولسمشر د مرستيالۍ دنده به پر غاړه واخلي.
ټرمپ په همدې ورځ د ټولنيزو رسنيو له لارې څرګنده کړه، چې په م م کې د امريکا پخواني دايمي استازی جان بولتون به د دولتي امنيتي چارو په اړه د ولسمشر مرستيال وګرځي، د ده دنده به د راتلونکې اپريل مياشتې په ۹مه نېټه پيل شي.
بولتون په ۱۹۴۸ کال کې زېږېدلی دی او له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې يې په م م کې د امريکا د دايمي استازي په توګه دنده تر سره کړې ده.
(فرشته)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای