د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۲مه نېټه د عراق د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ترکيې دا چلند وغانده چې جنګي الوتکو يې په همدې ورځ د عراق پر څو کليو بمباري کړې او د عراق ملکيان يې وژلي دي.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي، چې د ترکيې پوځ په ۲۲مه نېټه د عراق د شمالي سيمې کردستان پر څو کليو هوايي بريدونه وکړل چې پکې ډېر ملکيان وژل شوي دي. عراق د ترکيې د ياد چلند غندنه کوي او له ټولو هغو ګاونډيو هېوادونو سره ټينګ مخالفت کوي چې په عراق کې پوځي بريدونه کوي.
د عراقي کردستان حکومت هم د ترکيې ياد چلند وغانده، خو د ترکيې حکومت ته يې ګوته ده نيولې.
د عراق د کردستان رسنيو خبر ورکړ، د ترکيې د جنګي الوتکو اصلي نيت دا و چې په کردستان کې د کرد د کارګرو ګوند پر هډه هوايي بريد وکړي، خو هغه وخت کردانو نوی کال لمانځه چې د ترکيې الوتکو پرې بمبار وکړ او ۴ ملکيان يې ووژل.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |