CRI Online

چين هيله لري چې امريکا له چين سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې خطرناک چاپيريال ته راتاو نه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-23 14:24:41

د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند د مارچ په ۲۳مه نېټه د امريکا د ۳۰۱ د څارنې د نتيجې په هکله هيله څرګنده کړه چې امريکا له چين سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې خطرناک چاپيريال ته راتاو نه کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۲مه نېټه ياداښت لاسليک کړ او د ۳۰۱ څارنې د نتيجي له مخې يې پر چين د سوداګريزو بنديزونو د لګولو حکم وکړ.

د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند وويل امريکا په چين کې د پوهنې مالکيت حق د ساتنې حقيقت او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان اصولوته خپلې سترګې پټوي، د بېلا بېلو خواوو غږونه نه اوري او په يوه اړخيزه توګه د سوداګرۍ ساتنې غوښنې عمل تر سره کوي. چين د دې ټينګ مخالفت کوي. د امريکا دغه عمل د چين، امريکا حتې ټولې نړۍ لپاره ګټې نه لري. چين به په هر حال کې دا پرينږدي چې خپل قانوني حق او ګټو ته تاوان ورسوي او چمتو يې دی چې خپل قانوني حق او ګټې وساتي.

دغه وياند وويل د ۳۰۱ څارنې په هکله چين څو څو ځله خپل دريځ څرګند کړی دی او داسې کومه هيله نه لري چې له امريکا سره سوداګريزې جګړې پيل کړي، خو ويريږي هم نه. چين باور او توان لري چې له هر ډول ننګونې سره مقابله وکړي او هيله لري چې امريکا په جدې توګه تګلارې غوره کړي او د دواړو خواوو تر منځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې خطرناک چاپيريال ته راتاو نه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای