CRI Online

په امريکا کې د چين سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د يو اړخيز سوداګري ساتونکی عمل وغانده

cri     (GMT+08:00) 2018-03-23 14:38:08

د چين نړيوالې را‌ډيو د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفارت د مارچ په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل امريکا د چين او امريکا تر منځ په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې دواړو خواوو ته د ګټو رسولو اصلي اهميت او د خبرو اترو او سلامشورو له لارې د توپيرونو حلولو په اړوند د دواړو هېوادونو موافقو او د بېلا بېلو خواوو عقلي نظريو ته نه ګوري او په ټينګار سره د ۳۰۱ څارنې هڅونه کوي او د تش په نامه د مجازات ورکولو اعلان يې کړی، دا د يو هراړخيزې سوداګرۍ د ساتنې څرګند عمل دی. چپن د امريکا له دغه عمل سره ټينګ مخالفت کوي.

په اعلاميه کې راغلی چې چين تل يو د بل د درناوي او همکارۍ له لارې دواړو خواوو ته د ګټو رسولو پر اصولو ټينګار کړی، د چين او امريکا تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو توپيرونو حلولو لپاره يې زياتې هڅې کړي او معقول وړانديزونه يې کړي دي. چين داسې کومه هيله نه لري چې سوداګريزې جګړې څخه هم پيل کړي، خو سوداګريزې جګړې نه ويريږي او له هر ډول ننګونې سره پر ځان د مقابلې کولو باور او توان لري. که امريکا له موږ سره سوداګريزې جګړې پيل کړي، موږ به د خپلو قانوني حقونو او ګټو ساتلو لپاره اړين تدبير غوره کړو او تر پايه پورې به ورسره مقابله وکړو.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۲مه نېټه د يو ياداښت لاسليک کړ او اعلان يې وکړ چې د ۳۰۱ څارنې د نتيجې پر بنسټ به امريکا ته په واردونکو توليداتو لوړ محعول ولګوي او په امريکا کې د چيني تصديو پانګې به محدودې کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای