د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مارچ له ۲۲مې نيټې څخه تر ۲۳مې نيټې پورې د چين او هند ترمنځ د سرحدي چارو د مشورو او همغږۍ کاري ميکانيزم يوولسمه غونډه په نوي ډيلي کې تر سره شوه.د چين د بهرنيو چارو وزارت د سرحدي او سمندري چارو ادارې مشر ايي شيان ليانګ او د هند د بهرنيو چارو وزارت د ختيځې اسيا ادارې مشرپرانې ويرما په ګډه د دې غونډې مشري وکړه او د دواړو هېوادونو د ديپلوماتيکو او دفاعي چارو استازو هم پکې ګډون کړی و.
دواړو خواوو په دې وروستيو ورځو کې د سرحدی سيمو د حالاتو،د دغو سيمو د کنترول او ادارې او د متقابل باور د پياوړتيا په هکله د نظريو تبادلې کړې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |