CRI Online

ښايي د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه سيالي بيا پيل شي او کارپوهان په دې نظر دي چې په سوداګريزو جګړو کې هيڅوک نه شي بريالی کېدای.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-23 16:45:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال له دوهمې نمايې راهيسې، د چين او امريکا ترمنځ سوداګرۍ د بېلا بېلو خواوو پاملرنې راجلبې کړې دي. په نژدې موده کې امريکا څو څو ځله د چين پر ضد د سوداګرۍ ساتونکې تنګه تګلاره غوره کړې ده. په دې اړه د چين څو تنو کارپوهانو نظريې څرګندې کړې او وايي که امريکا سوداګريزه جګړه وکړي، هيڅوک به پکې نه شي بريالي کېدای.

د تېر کال په اګست کې د ټرمپ حکومت د چين په مقابل کې د۳۰۱ په نامه پلټنه وکړه. د چين د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ په پوهنتون کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د څيړنې اکاډمۍ مشر تو شين چوان په دې نظر دی چې د امريکا دغه عمل د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه ده. ده وويل، د ۳۰۱ په نامه پلټنه په ۱۹۷۴م کال کې د امريکا د سوداګريز قانون يوه ماده وه. د دغې پلټنې عمده موخه دا وه چې د امريکا د سوداګريزو ملګرو د نامناسبو سوداګريزو تګلارو او عملونو په مناسبت تحقيقات وکړي او د يادو تګلارو او عملونو د مخنيوي تدبيرونه ونيسي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو له مخې، داسې عمل ته اجازه نه ورکول کېږي چې د دغه سازمان غړي په يواړخيزه توګه د سوداګرۍ محدود تدبيرونه ونيسي. د سوداګرۍ کشاله د دغه سازمان په چوکاټ کې بايد حل و فصل شي، خو د کوم يو هېواد د قانون له مخې په يواړخيزه توګه نه حل کېږي چې د بل هېواد عمل مناسب دی او که نه؟ په ۱۹۹۷م کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په کشالو کې د امريکا حکومت ژمنه کړې ده چې د دغه سازمان د اصولو سره سم به ياده پلټنه تر سره کړي. له دې څخه څرګندېږي چې که څه هم امريکا دغه پلټنه تر سره کولای شي، خو دې ته اجازه نه شته چې امريکا د دغې پلټنې د پايلې له مخې په يواړخيزه توګه محدود تدبيرونه ونيسي. نو زمونږ په اند، د امريکا دغه عمل د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه ده کوم چې د يادې پلټنې له مخې يواړخيز تدبيرونه نيولي دي. دغه عمل په يواړخيزه توګه سوداګرۍ ساتونکی عمل هم دی، په تېره بيا چين ته سپکاوی کوي.

د تېر کال په دوهمه نيمايي کې له يادې پلټنې نه وروسته امريکا له چين څخه د وارداتي المونيم توليداتو په مقابل کې په ارزانه بيه د اجناسو خرڅلاو او مرستې پر ضد پلټنه وکړه. د چين د نړيوال اقتصادي تګ راتګ د مرکز څيړونکې جانګ مه لي په دې نظر ده چې له چين سره د امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ پاليسي له معاملې لرونکې تګلارې څخه تعرضي تګلارې ته بدلېږي. دې وويل، 

په زياتو ساحو کې د امريکا د دولتي امنيت ماناوې پراخې شوې دي. مثلاً، د ډيجيټال اقتصاد او د ځينو عصري تخنيکونو په شمول ساحې چې د امريکا د دولتي امنيت په اړه دوديزې ساحې نه دي، خو د امريکا د دولتي امنيت د ماناوو د پراخېدو تر څنګ اقتصادي او سوداګريزې مسئلې سياسي کېږي چې دا د چين او امريکا ترمنځ پر تګ راتګ باندې ډېرې منفي اغيزې کوي. په زياتو مسئلو کې يې سوداګري په سياست پوړې تړلې ده. په بله ژبه، امريکا خپل کورنی قانون پر نړيوال څواړخيز چوکاټ سپروي.

په تېرو څو ورځو کې نړيوالې ټولنې په دې مناسبت اندېښنې څرګندې کړې چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه جګړه به رامنځته شي. د چين چارواکو څو څو ځله پر دې ټينګار کړی دی چې په سوداګريزو جګړو کې هيڅوک نه شي بريالی کېدای. همکاري به ګټه راوړي او جګړه به زيان ورسوي. جانګ مه نان وويل،

له يوې خوا، چين نه غواړي چې د چين او امريکا ترمنځ په سوداګريزو جګړو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړيکې د نړيوال اقتصاد د ثبات له بنسټ څخه ګواښ ته وګرځي. له بلې خوا، په تېرو څو کلونو کې چين د خپل مهالويش او نقشې له مخې اصلاحات او ورخلاصون پياوړی کړی دی او د خپل وزن له مخې د يوه لوی مسؤلانه هېواد په توګه يې خپله دنده پر غاړه اخيستې ده.

مخکې تردې، د چين خارجه وزارت او د سوداګرۍ وزارت په جلا جلا توګه دې ته اشاره کړې ده چې چين نه غواړي له بل هېواد سره سوداګريزه جګړه وکړي، که کوم هېواد په زور چين دې ته اړ کړي، چين به ونه ډار شي او ځان به ورڅخه ګوښه نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای