CRI Online

په م م کې د چين استازي: نړيواله ټولنه بايد له افريقا سره د سوله ييز او امنيتي توان د پياوړتيا په برخه کې مرستې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-23 16:48:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۲مه نېټه په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د افريقا د سولې او امنيت په اړه د امنيت شورا غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له افريقا سره مرسته وکړي څو چې سوله ييز او امنيتي توان يې پياوړی شي.

هغه وويل، په وروستيو کلونو کې افريقايي هېوادونه يو لاس شوي دي، په افريقايي لارو چارو يې خپلې مسئلې حل کړي او د افريقا د عمومي امنيتي ميکانيزم جوړونه يې پياوړې کړې ده، چين په دې اړه د دوی ډېره ستاينه کوي. په عين وخت کې د سولې او امنيت په برخه کې افريقا لا هم له ستونزو سره مخامخ ده، په يو څو سيمو کې ترهګريز او زورزياتي عمليات هم روان دي، نشه يي توکي او د انساني قاچاق په شمول جنايي فعاليتونه لا هم د افريقايانو پر وړاندې لوی ګواښونه دي. نړيواله ټولنه بايد له افريقا سره مرسته وکړي څو چې سوله ييز او امنيتي توان يې پياوړي شي.

نوموړي وويل، نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پر ضد واحد معيار ټينګ کړي او په دې اړه د افريقا له هڅو څخه ملاتړ وکړي. چين د دې ستاينه کوي چې سيمه ييزو هېوادونو په همکاريز ډول سوله پرمخ بيونکي عمليات تر سره کړي او په فعاله او يو ځايي توګه يې سيمه ييزو ترهګرو ته غبرګون ښودلی دی. م م او نړيواله ټولنه بايد د يو هېواد د حاکميت او نيت پر بنسټ له سيمه ييزو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای