د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د افغان مسئلې په اړه د لوړې کچې غونډه به د مارچ په ۲۷مه نېټه په تاشکند کې تر سره شي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې په اړه د کوښښونو ملاتړ کوي.
وياندې هوا په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين د ازبکستان ملاتړ کوي چې د يادې غونډې مشري کوي او دې غونډې ته به په درنه سترګه وګوري.د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال لي باو دونګ به د يو پلاوي په مشرۍ په ياده غونډه کې ګډون وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |