CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا له سوداګريزې جګړې سره د مقابلې لپاره يې تياريانې نيولې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-23 17:17:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو ورځو کې سوداګريزه جګړه پيل کړې ده.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د مارچ په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين پوره تياريانې نيولي څو چې خپل قانوني حق وساتي.

وياندې هوا پر دې ټينګار وکړ چې چين نه غواړی سوداګريزه جګړه رامنځته کړي،خو له سوداګريز جنګ څخه به هم ونه ډار شي.چين پر ځان باور لري چې له ننګونو سره د مقابلې توان لري،هيله ده چې امريکا په جدي توګه خپله سوداګريزه تګلاره جوړه کړي او دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې دې په خطر کې نه اچوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای