CRI Online

د چين د ملي نظارت کميټې غړو لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-23 18:44:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۳مه نېټه د چين د ملي نظارت کميټه په رسمي ډول پرانيستل شوه او د دې کميټې د مدير مرستيال او غړو د لوړې مراسم تر سره کړل.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو دايمي غړی او د ډيسپلين د څارنې د مرکزي کميټې منشي جاو له جي په يادو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا وکړه. هغه وويل، دغه کميټه به په نوې دوره کې د چين د ځانګړي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو په رڼا کې د کمونېست ګوند د اساسانامې، د منشور او د نظارت قانون لخوا ورکړل شوې وظيفې پلې کړي، په هراړخيزه توګه به د ګوند اداره ټينګه کړي او د فساد پر ضد دمبارزې په برخه کې به لوی برياليتوب تر لاسه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای