د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۲مه نېټه ياددښت لاسليک کړ چې له مخې به يې پر چيني شيانو د لويې پيمانې ګمرکي ماليات ولګوي او چيني تصديو ته به په امريکا کې د پانګې اچولو او د امريکايي تصديو د اخيستلو محدوديت ورکړي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين پوره تياريانې نيولي څو چې خپلې قانوني ګټې وساتي.
د خبر له مخې،د امريکا د سپينې ماڼۍ د سوداګرۍ کميټې مدير وويل چې د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ په بهير کې د چين ګټې د امريکا په پرتله زياتې دي،نو د چين لپاره به امريکا ته د ځواب ورکولو پرېکړه ډېره سخته وي.وياندې هوا وويل چې د امريکا د دغه چارواکي نظر له حالاتو سره سمون نه لري او په بشپړ ډول يې د خپلو قانوني ګټو د دفاع لپاره د چين پرېکړه او توان کم ښودلی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |