CRI Online

ليو هه د امريکا د ماليې له وزير سټيوين ټيرنير منوچين سره ټلېفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-24 15:40:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ د ۲۴مې نېټې په سهار د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستيال، د يادې کميټې د مالي دفتر مسؤل او د چين او امريکا د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو چيني لارښوونکي ليو هه د امريکا په بلنه د دغه هېواد د ماليې له وزير سټيوين ټيرنير منوچين سره ټلېفوني خبرې وکړې. وزير منوچين له چين سره د ۳۰۱ په نامه د امريکا د پلټنې د راپور تازه معلومات شريک کړل. ښاغلي ليو هه وويل، چې د امريکا دغه راپور د سوداګرۍ له نړيوالو اصولو څخه سرغړونه ده او د چين، امريکا او حتی د ټولې نړۍ ګټو ته زيان رسوي. چين د دې لپاره چمتوالی کړی دی او توان لري چې د خپل هېواد ګټې وساتي. هيله لري چې دواړه هېوادونه سړه سينه وساتي او د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو عمومي حالاتو د ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. دواړو خواوو موافقه وکړه چې په دې اړه د نظريو پر تبادله کولو ټينګار کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای