د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په امريکا کې د چين لوی سفير څوی تيان کای د مارچ په ۲۳مه نېټه د امريکا له يو ټلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې چين به د ۳۰۱ په نامه د امريکا د پلټنې او محدوديت تدبيرونو په مقابل کې د خپلو حقه حقوقو د ساتلو لپاره ټول لازم تدبيرونه ونيسي.
چين نه غواړي له بلې خوا سره سوداګريزه جګړه وکړي او د دغې جګړې د رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره هڅې کوي. که کومه خوا چين دې ته اړ کړي، نو موږ به ورسره ټينګه مقابله وکړو. چين به هر ډول ګواښ، زور او خطر ته سر ټيټ نه کړي. موږ به د خپلو حقه حقوقو د ساتلو لپاره ټول لازم تدبيرونه ونيسو. د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ ښه پټ قوت او راتلونکی لري. کليدي ټکی دا دی چې دواړه خواوې بايد د همکاريو له لارې او په رغنده توګه مسئلې حل کړي او د ډيالوګ له لارې کشالې او توپيرونه له منځه يوسي. مقابله د دواړو خواوو لپاره ګټوره نه ده. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |