CRI Online

اروپايي ټولنه به له روسيې څخه خپل لوی سفير وباسي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-24 15:51:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو ادارې د مارچ په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اروپا شورا د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو په اړه د اروپايي ټولنې له عالي رتبه استازي فيدريکا موغيرين څخه غوښتنه کړې ده چې له روسيې څخه خپل لوی سفير وباسي، تر څو پر هغې پېښې بحث وکړي چې په بريټانيا کې د روسيې پخواني جاسوس د عصبي زهرو له بريد سره مخامخ شوی و.

د دغې اعلاميې له مخې، په روسيه کې د اروپايې ټولنې لوی سفير مارکوس ايدرير به په دې اوونۍ کې بروکسيل ته بېرته ستون شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای