CRI Online

امريکا وويل چې د ايران پر ۱۰ شخصيتونو او يوې تصدۍ يې بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2018-03-24 16:12:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۳مه نېټه د امريکا حکومت د ايران پر ۱۰ شخصيتونو او يوې تصدۍ بنديزونه ولګول، لامل يې دا دی چې دوی د ناوړه موخو لپاره انټرنېټي فعاليتونه تر سره کول.

د امريکا د ماليې وزارت د اعلاميې له مخې، ياد کسان او تصدۍ ښايي د امريکا پر ۱۴۴ پوهنتونونو، د استراليا په شمول د ۲۱ هېوادونو ۱۷۶ پوهنتونونو او يوه امريکايي رسنيزه تصدۍ په موخو ناوړه انټرنېټي فعاليتونه تر سره کړي او د پوهنې د امتيازي حق په شمول مهم او پټ معلومات تر لاسه کړي تر څو د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ ترې استفاده وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای