CRI Online

د چين، جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې د ۱۳مې دورې د خبرو اترو د لومړيو استازو غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-24 16:23:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۳مه نېټه د چين، جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې د ۱۳مې دورې د خبرو اترو د لومړيو استازو غونډه د جنوبي کوريا په سيول کې تر سره شوه. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال او د نړيوال تجارت د خبرو اترو مرستيال استازي وانګ شو ون او د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د معين مرستيال او د جنوبي کوريا د صنعت او سوداګرۍ وزير مرستيال په جلا جلا توګه د هيئت په مشرۍ غونډه کې ګډون وکړ.

درې خواوو موافقه وکړه چې ژر تر ژره د يادو خبرو اترو تر سره کېدل د درېو خواوو لپاره ګټور دي، د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د پياوړتيا، د ختيځې اسيا د تجارت او پانګونې د ازادېدو او اسانتيا لپاره مهم اهميت لري. دريو خواوو د توکو او خدمتونو د تجارت او پانګونې په اړه د نظريو تبادله وکړه.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای