د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په کابل کې وويل چې افغان حکومت به د ښوونيز کيفيت د لوړوالي او د ښوونيزو سرچينو د کمښت ستونزو د لېرې کولو لپاره د ځانګړو پيسو د ور کولو له لارې په بېلا بېلو ځايونو کې شاوخوا شپږ زره مکتبونه جوړ کړي.
غني په همدې ورځ په کابل کې د ښوونيز کال د پيلېدو وينا کې وويل چې د افغانستان په دننه کې ګڼ شمېر مکتبونه تعليمي ودانۍ نه لري او لږ تر لږه زر مکتبونه تړل شوي او په ځينو سيمو کې داسې مسئلې موجودې دي چې د ښوونکو شمېر لږ او د نارينه او ښځينه وو ښوونکو شمېر برابر نه دی.افغان حکومت د نويو مکتبونو د جوړولو،د مکتبونو د ادارې د پياوړتيا او د لازياتو ښوونکو د استخدام لپاره شاوخوا دوه سوه مليونه امريکايي ډالره ور کړې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |