CRI Online

د چين د پرمختګ په اړه د جګپوړي فورم د ۲۰۱۸ په کلنۍ غونډه کې د چين اصلاحات او ورخلاصون وستايل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-03-26 16:55:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پرمختګ په اړه د جګپوړی فورم د ۲۰۱۸ کلنۍ غونډه چې د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څېړنيز مرکز په کوربتوب په بېجينګ کې روانه ده. سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د تطبيق له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی.

له ۴۰ کلونو راهيسې، چين په دوامداره توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تطبيق کړي او ګامونه يې مخ په چټک کېدو دي. د بېجينګ پوهنتون د اقتصادي چارو کارپوه پروفيسر لين يي فو وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې د چين اقتصاد له اوږدې مودې راهيسې ګړندی پرمختګ کړی دی. ده وويل

((۴۰ کاله مخکې کله چې چين د پلان اقتصاد په بازاري اقتصاد بدل کړ، هغه وخت د چين د هر تن په سر کورني توليدي ارزښت يوازې ۱۵۶ امريکايي ډالره وه چې د جنوبي افريقا د هېوادونو په نسبت ډېر لږ و. خو په تېرو ۳۹ کلونو کې د چين د اقتصاد منځنی کلنی زياتوالی نهه اعشاريه پنځه سلنې ته رسېدلی، تېر کال د چين د هر تن په سر کورني توليدي ارزښت ۹۴۸۰ ډالرو ته رسېدلی. برسيره پر دې، په دغو کلونو کې چين يوازينی هېواد دی چې پکې پولي ناورين نه دی رامنځته شوی. ))

د نيويارک پوهنتون اقتصادي چارو کارپوه پروفيسر مايکر سبينس وويل چين د اصحلاتو او ورخلاصون تګلارې د تطبيق له لارې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په دې جمله کې د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې چين د تکنالوژۍ په برخه کې زياتې وړتياوې لري. نوموړي وايي

((اوس چين د تکنالوژۍ په برخه کې يو لوی نوښتګر دی. چين د ډيجيټل اقتصاد د پرمختګ، د مصنوعي ځيرکۍ او د روبارټ تکنالوژۍ په شمول ځينو ساحو کې مخکښ مقام لري. ))

چين له ۴۰ کلونو راهيسې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تطبيق کوي او د ليدو وړ لاسته راوړنې يې تر لاسه کړي دي او ډېرې تجربې يې راغونډې کړې دي. د امريکا د ګلنبيا پوهنتون د اقتصادي چارو کارپوه پروفيسر جوسف سټيګريځ وويل، د چين د برياليتوب کليدي ټکی عملي کوښښونه او ګامونه دي. ده وويل

((د چين د برياليتوب کليدي لاملونه څه دي؟ لومړی د چين عملي کوښښونه دي يعنې د ازمويښتي کارونو د تر سره کولو په وخت کې يې ستونزې لرې کړي، نه د يو ځل لپاره ټولې ستونزې حل کړي. دوهم ګام په ګام يې پرمختګ کړی، د بدلون په برخه کې يې سرعت د يادولو وړ دی. څرنګه چې په عمومي توګه يې ګام په ګام پرمختګ کړی، خو د ځينو اصلاحاتو د تر سره کولو په برخه کې يې ګړندی سرعت غوره کړی دی. د پرمختګ په بېلا بېلو مرحلو کې اختلاف نظام او سرعت ته اړتيا لري.))

د چين د ټولنيز ضمانت د صندوق مشر لو جي وې وويل، تېرو ۴۰ کلونو ته په کتنه کې دا موندلی شو چې د ورخلاصون له لارې اصلاحات او پرمختګ هڅول او په منظمه توګه يې پرانيستنه کول يوه مهمه تجربه ده. هغه وويل

(( چين په خلاصه رويه په هراړخيزه توګه نړيوال مقررات منلي او د پرانيستې ګامونه يې مخ په ګړندي دي چې د اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره يې قوي هڅوونکی رول لوبولی دی. ))

د نوې تاريخې زمانې د پيل په موقع کې، چين به د اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ وهڅوي او د اصلاحاتو او ورخلاصون نوې نقشه يې جوړه کړې ده. په دغه کلنۍ غونډه کې ګډون کوونکو وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون راتلونکې لاره څرګنده ده او دنده يې هم تاييده شوې ده. دوی سترګې په لار دي چې چين په راتلونکی کې لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای