CRI Online

چين او امريکا بايد د سوداګريزې پيمانې د پراخوالي له لارې د سوداګريزې برابرۍ د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-27 15:08:40

د چين صدراعِظم لي که چيانګ د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې له هغو بهرنيو استازو سره چې د چين پرمختګ په هکله د لوړ پوړي فورم په سږنۍ غونډه کې يې ګډون درلود، کتنه وکړه او ور سره يې خبرې اترې وکړې.صدراعظم لي که چيانګ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د چين او امريکا سوداګري د بازاري ځواکونو او سوداګريزو اصولو له لارې اوسنۍ سويې ته رسېدلې ده چې بنسټ يې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ګټې او برياليتوبونه دي.که سوداګريزه جګړه پيل شي،دا به د دواړو خواوو لپاره ګټوره نه وي.د سوداګرۍ د نا برابرۍ په هکله چين او امريکا بايد په په عاقلانه رويه سره د سوداګريزې پيمانې د پراخوالي له لارې د سوداګريزې برابرۍ د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړي اود خبرو اترو او مشورو له لارې دې د نظر توپيرونه او کشاله ليرې کړي.

په دې کتنه کې د امريکا اپل ،د جاپان هيتاچي ، د امريکا ګوګل او کامبريج پوهنتون په شمول د ځينو شرکتونو استازو او د اورګانونو مسئولينو په جلا جلا توګه پوښتنې وکړې. صدراعظم لي که چيانګ د دوی پوښتنو ته ځوابونه ور کړل.

د امريکا د شه دای په نوم د پانګونې د ډله ييز شرکت د بورډ کميټې مشر موريس او ګرينبورګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې کشالې په هکله مسئله ياده کړه.لي که چيانګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه پيمانه د بازاري ځواکونو او سوداګريزو اصولو وسيله اوسنۍ سويې ته رسېدلې ده چې بنسټ يې ګډې ګټې او برياليتوبونه دي.د سوداګريزې جګړې له لارې برياوې نه شي موندل کېدای.هغه وويل(اواز..........)نړيواله ټولنه بايدپه ګډه څو اړخيز سوداګريز سيستم وساتي او په څرګنده توګه دې له سوداګري ساتونکو او يو اړخيز کېدو سره مخالفت وکړي.د سوداګريزې جګړې له لارې برياوې نه شي موندل کېدای . د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د نابرابرۍ په هکله چين او امريکا بايد په عاقلانه رويه سره د سوداګريزې پيمانې د پراخوالي له لارې سوداګريزه برابري پرمخبوزي او د خبرو اترو له لارې دې دوه اړخيزه کشاله حل کړي، که نه دا به د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټوره نه وی.

هغه زياته کړه چې د اصلاحاتو او ور خلاصون تګلاره د چين بنسټيزه تګلاره ده.د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند تر تګلارې لاندې به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون دروازه نوره هم خلاصه شي.هغه وويل(اواز.............) روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلي کېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی .په دې برخه کې به د چين دروازه نوره هم خلاصه شي چې دا د چين له پرمختيايي ګټو سره سمون لري او هم د ازادې سوداګرۍ د ساتلو او د نړيوال کېدو د سالم پرمختګ د پرمخبيولو لپاره ګټوره ده.موږ غواړو چې له نورو هېوادونو څخه د عصري تخنيکونو او ادارې تجربې زده کړو او د توليداتو، پوهنې،تخنيکونو او خدمتونو په شمول برخو کې خپل منځي همکارۍ دې پياوړې کړو.

اوس مهال چين د غښتلي جوړونکي هېواد په هکله د ستراتيژۍ لومړی لس کلن عملي پلان يعنې د ۲۰۲۵ کال لپاره د چين جوړونکي پلان پلی کوي.لي که چيانګ وويل چې چين د لازياتو غوره نړيوالو تصديو د راتګ او له چين سره د همکارۍ هر کلی کوي چې لازيات پرمختيايې فرصتونه برابر شي.هغه پردې ټينګار وکړ او ويې ويل (اواز........)د ۲۰۲۵ کال لپاره د چين جوړونکی پلان په خلاصه فضا کې د پلي کېدو په حال کې دی او د کورنيو او بهرنيو تصديو پر وړاندې بې توپيره رويه غوره کوو.مونږ په زوره له بهرنيو تصديو څخه غوښتنه نه کوو چې خپل تخنيکونه پرچين وپلوري او د دې ترڅنګ د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو او پرې د تېري کوونکو عملونو د مخنيوي لپاره به نورې هڅې وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای