CRI Online

د چين استازي: چين غواړي چې په افغانستان کې د سولې او پرمختيا د ژر رامنځته کېدو سره مرسته وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-28 12:43:41


د افغان مسېلې په هکله لوړپوړې غونډه د مارچ په ۲۸ مه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې ترسره شوه 

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير لي باو دونګ د مارچ په ۲۷مه نېټه په تاشکند کې وويل، چين د افغانستان عنعنوي دوست ګاونډی هېواد دی او تل يې هيله لرلې چې افغانستان له يووالي او ثابتوالي څخه ډک وي، پرمختګ ومومي او له شاوخواوو هېوادونو سره دوستۍ ټينګې کړي. چين غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له افغانستان سره واقعي همکارۍ پياوړې کړي او په دغه هېواد کې د سولې او پرمختيا د ژر رامنځته کيدو لپاره مرسته وکړي.

د افغانستان د مسئلې په هکله لوړپوړې غونډه په همدې ورځ د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې تر سره شوه چې عمده موضوع يې سوله ييز بهير، امنيتي همکارۍ او سيمه ايز تګ راتګ و. په دغه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، ايران، امريکا، روسيې، م م او اروپايي ټولنې په شمول د څه دپاسه ۲۰ خواوو استازو ګډون درلود. په غونډه کې برخوالو خواوو د افغانستان د جوړ جاړي بهير، په ګډه له ترهګريزو ګواښونو سره د مقابلې او د سيمه ايزې اقتصادي همکارۍ او تګ راتګ په هکله سلامشورې وکړې او ګډې نظريې يې تر لاسه کړې.

لي باو دونګ په غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د دفاع توان د قويوالي ملاتړ وکړي تر څو په اغيزمنه توګه د ترهګرۍ او د نشه يي موادو د قاچاق له ګواښونو سره مقابله وکړي، د افغانستان د ولسمشر محمد اشراف غني هرکلی يې څرګند کړ چې طالبانو ته يې د سولې ابادۍ په اړوند وړانديزونه کړي او هيله لري چې دغه غونډه د افغانستان د سوله ايزو خبرو اترو بهير د پرمخبيولو په ترڅ کې نوي فرصتونه جوړ کړي، دغه راز نوموړي وويل چې بېلا بېلې خواوې بايد په افغانستان کې د خلکو تر ټاکنې لاندې د سوله ايز پرمختګ درناوی وکړي او په فعاله توګه په دغه هېواد کې د پرمختګ توان د پياوړتيا لپاره مرسته وکړي، چين د اقتصاد په سيمه ايزې همکارۍ او تګ راتګ کې د افغانستان له ګډون څخه ملاتړ کوي او هېله ده چې دغه هېواد د سيمه ايز پرمختګ ننګونې او برياليتوبونه له موږ سره شريک کړي.

له غونډې وروسته د تاشکند اعلاميه خپره شوه چې له مخې يې بې له شرطه د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د مستقيمو خبرو اترو په اړه د ولسمشر اشرف غني له وړانديز نه ملاتړ شوی او له طالبانو څخه يې غوښتنه کړې چې د خبرو اترو وړانديز ومني. په اعلاميه کې ويل شوي چې له طالبانو سره د سياسي خبرو اترو تر سره کول په دغه هېواد کې د زورزياتي نښتو د ختميدو لپاره تر ټولو ښه لاره ده او حکومت دې په طالبانو کې د خبرو اترو ليوالو ډلو سره بې له قيد او شرطه مستقيمې خبرې اترې وکړي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان د سوله ايزو خبرو اترو بهير داسی دی چې طالبان به د قانوني سياسي قوې په توګه د هېواد په سياسي بهير کې برخمن وي، طالبان به له زور نه لاس اخلي او د داعش په شمول له ترهګريزو ډلو سره به اړيکې پرې کوي او د دغه هېواد د اساسي قانون به درناوی کوي. اعلاميه کې له نورو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د افغانستان ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته احترام وکړي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

اعلاميه کې په افغانستان کې د ترهګريزو قوو ، د نشه يي توکيو د قاچاق جرمونو او په سيمه ايزې همکارۍ کې د افغانستان د ګډون په هکله دريځونه هم بيان شوي دي.


په غونډه کې د چين استازی لي باو دونګ


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د وينا په ترڅ کې


په غونډه کې د ګډونوالو ګډ انځور

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای