د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه د تاشکند لوړ پوړې غونډه د مارچ په ۲۷مه نېټه تر سره شوه او پکې د تاشکند اعلاميه خپره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ۲۸مه نېټه په دې اړه وويل، چې چين د دغې غونډې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې بېلا بېلې خواوې په مداومه توګه د بيا رغونې په برخه کې له افغانستان سره نورې زياتې مرستې وکړي او د دغه هېواد او حتی د دې سيمې د دايمي سولې د ساتلو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.
وياند لو کانګ وويل، د چين د بهرنيو چارو وزارت معين لي باو دونګ په ياده غونډه کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين پاليسي او دريځ بيان کړ، د افغانستان د بيا رغونې او د ملي روغې جوړې جريان د پياوړتيا لپاره يې د چين لخوا شوي کوښښونه شريک کړل او هيله يې څرګنده کړه چې د دې سيمې هېوادونه او نړيواله ټولنه په مداومه توګه د سوله ييزې بيا رغونې په برخه کې له افغانستان سره نورې زياتې مرستې وکړي او د ملي روغې جوړې د جريان د پياوړتيا، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په برخو کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي او په سيمه ييزو همکاريو کې د افغانستان د ګډون لپاره هڅې وکړي، تر څو د افغانستان او د دې سيمې د دايمي سولې او عامه سمسورتيا د ساتلو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |