CRI Online

شي جين پينګ له کيم جونګ اون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-28 18:14:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د کوريا د دېموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند مشر او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون د مارچ له ۲۵مې نه تر ۲۸ مې نېټې پورې له چين څخه غير رسمي ليدنه وکړه.

د دغه سفر په ترڅ کې شي جين پينګ په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې له ښاغلي کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړې. عمومي منشي شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان د ښاغلي کيم جونګ اون او مېرمن ري سول جون د هرکلي په مناسبت مېلمستيا جوړه کړه او ور سره يې هنري ننداره وکتله.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او صدر اعظم لي که چيانګ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د ياد کمېسيون د سکريتريت منشي وانګ هو نينګ او د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان په جلا جلا توګه په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميسيون په استازيتوب چين ته د لومړي سفر لپاره د کيم جونګ اون تود هر کلی وکړ. شي جين پينګ څرګنده کړه چې تاسو د چين کمونېست ګوند تر ۱۹م ملي کانګرس وروسته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي او د ياد کمېسيون د پوځي کمېټې مشر په توګه زما د بيا ټاکنې او څو ورځې مخکې په لومړي وخت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د دولت د مرکزي پوځي کمېټې د مشر په توګه زما د بيا ټاکنې په اړه دوه ځله د مبارکۍ پيغامونه واستول. زه له دې امله ستاسو څخه مننه کوم. ستاسو دغه سفر په ځانګړې موده کې ترسره کېږي او ستر اهميت لري. موږ د دې لپاره ستاينه کوو چې تاسو او د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند مرکزي کمېسيون د دواړو خواوو د ګوندونو او حکومتونو ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.

کيم جونګ اون وويل، تېر کال د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس په بريالیتوب سره ترسره شو او څو ورځې مخکې د چين دوه ملي مجلسونه تازه پای ته ورسېدل. شي جين پينګ بيا د چين د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کميسيون د رئيس په توګه وټاکل شو، زه بايد مخامخ نوموړي ته مبارکي ووايم. اوس د کوريا ټاپووزمې وضعيت له چټکو بدلونونو سره مخامخ دی، زه بايد پر وخت عمومي منشي شي جين پينګ ته مخ په مخ معلومات ورکړم.

شي جين پينګ وويل، د چين او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت ترمنځ عنعنوي دوستي د دواړو خواوو قيمتي ميراث دی چې د دواړو خواوو د پخوانيو مشرانو لخوا جوړه او روزل شوې ده. پخوا زمانې ته په کتلو سره دا چې زموږ پخوانيو نسلونو مشرانو په ګډ خوب او عقيدې سره يو له بل سره ژوره انقلابي دوستي درلوده، يو پر بل باور او يو له بل څخه يې ملاتړ کاوه، د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې يوه خوندوره کيسه ګرځېدلې وه. د چين او ديموکراتیکې کوريا د څو نسلونو مشرانو ترمنځ د خپلوانو په شان نژدې اړيکې او تګ راتګ ساتل شوی دی. له اوږدې مودې راهيسې زموږ دواړه ګوندونه او هېوادونه تل يو له بل څخه پلوي کوي او يو له بل سره همکاري کوي او د سوسياليستي چارو د پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. زه او ملګری مشر د چين او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ترمنځ د اړيکو پرمختګ عيني شاهدان يو. موږ دواړو خواوو څو ځله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزه دوستي بايد په ميراث پاتې شي او ور ته لا نور ښه پرمختګ ورکړی شي. دا د تاريخ او واقعيت پر بنسټ او د نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له لحاظه د دواړو خواوو ستراتيژيکي او يوازينی سم انتخاب دی چې په هيڅ ډول نه بدلېږي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين کمونېست ګوند او حکومت له ديموکراتيکې کوريا سره د دوستۍ او همکارۍ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ساتنه، ټينګښت او پرمختګ تل د چين کمونېست ګوند او حکومت نه بدلېدونکې تګلاره ده. موږ غواړو چې د ديموکراتيکې کوريا له ملګرو سره پر خپلې اصلي موخې ټينګار وکړو، لاسونه يو کړو او د اوږدې مودې لپاره د دواړو هېوادونو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ، دواړو هېوادونو او خلکو ته د ګټو رسولو او د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه تر سره کړو. لومړی، د لوړ پوړيو مشرانو ترمنځ تګ راتګ دې خپل لارښوونکی رول ولوبوي. د لوړ پوړيو مشرانو ترمنځ تګ راتګ تل د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د اړيکو په پرمختګ کې خورا مهم لارښوونکی او پرمخبيونکی رول لوبوي. په نويو حالاتو کې زه غواړم چې له ملګري مشر سره يو بل هېواد ته د سفر، د ځانګړو استازيو د تګ راتګ او د پيغامونو لېږلو په واسطه خپلمنځي اړيکې نژدې وساتم. دوهم، د ستراتيژۍ له لحاظه خپلمنځې تبادله دې پياوړې شي. کله کله د مهمو مسئلو په اړه د يو بل نظريو تبادله د چين کمونېست ګوند او د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند ترمنځ يو ښه دود ګڼل کېږي. موږ بايد د ګوندي تګ راتګ په برخه کې مهم رول ولوبوو، له دې لارې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې تبادلې او همکارۍ پرمخ بوزو او خپلمنځي متقابل باور او تفاهم پياوړی کړو. درېيم، سوله او پرمختګ بايد پرمخبيول شي. اوس مهال د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی او د ديموکراتيکې کوريا سوسياليستي ابادي هم نوې تاريخې زمانې ته داخل شوې ده. موږ هيله لرو چې له ديموکراتيکې کوريا سره په ګډو هڅو سره د زماني تمايل سره سم او د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو بيرغ په اوچتولو سره د دواړو هېوادونو خلکو ته پر له پسې نيکمرغۍ او ګټې ورسوو او د سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مثبت خدمتونه تر سره کړو. څلورم، د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د دوستۍ ملکي بنسټ بايد ټينګ شي. دواړه خواوې بايد په بېلا بېلو لارو چارو د خلکو ترمنځ تبادلې او تګ راتګ پياوړی کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو ملکي بنسټ بايد ټينګ کړي، په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ تګ راتګ بايد پياوړی شي تر څو چې د يو غوره دود په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي پراخه شي او نويو نسلونو ته په ميراث پاتې شي.

عمومي منشي شي جين پينګ د دواړو خواوو د دوستۍ او د دواړو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ په اړه مهمې نظريې څرګندې کړې چې ما ته يې ډېرې هڅونې او الهام راکړی دی. په نويو حالاتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي په ميراث پرېښودل او پرمختګ ورکول زموږ ستراتيژيکي انتخاب دی او په هېڅ وجه به بدل نه شي. دغه ځل زه چين ته راغلی يم او غواړم چې له چيني ملګرو سره وګورم، خپلمنځي ستراتيژيکي تبادلې پياوړې کړم او دوديزه دوستي ژوره کړم. هيله ده چې په راتلونکې کې له ملګري عمومي منشي سره کله کله کتنې ولرم او د ځانګړو استازيو د تګ راتګ او پخپله د ليکل شويو پيغامونو د لېږد رالېږد له لارې خپلمنځې تبادلې نژدې وساتم او د دواړو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پرمختګ کې د لوړ پوړي تګ راتګ لارښوونکی رول يوې نوې سويې ته ورسوم.

دواړو خواوو د خپلو کورنيو حالاتو په اړه يو بل ته معلومات ورکړل. شي جين پينګ خپلو خبرو کې څرګنده کړه: د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس په پوره توګه د يو قوي سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ ستره نقشه ټاکلې چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادۍ دنده به پوره شي، تر ۲۰۳۵ کال پورې د سوسياليزم عصري کېدو بهير به نسبتاً تر سره شي او د دغې پېړۍ تر نيمايۍ پورې به د يو شتمن، ديموکراتيک، مدني، هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري قوي هېواد په توګه د چين د جوړولو کار بشپړ شي. زموږ ګوند به د بېلا بېلو قومونو وطنوالو مشري وکړي او په ټينګې ارادې سره د چيني ملت د عظيمې احيا لپاره به خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي. موږ دې ته پام کړی چې له څو کلونو راهيسې ملګري مشر د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند او خلکو په مشرۍ سره د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي په برخو کې يو لړ مثبت او اغېزمن تدبيرونه نيولي او زياتې لاسته راوړنې يې لرلي دي. موږ غواړو چې په ديموکراتيکه کوريا کې سياسي چارې ثابتې ښکاره شي، اقتصادي چارې د پرمختګ په حال کې روانې وي، خلک نيکمرغه ژوند تېر کړي او د ملګري مشر په مشرۍ د کارګرو ګوند د خپلو خلکو په لارښوونې سره پر سوسياليستي لارې خپلو ګامونو ته دوام ورکړي. موږ د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي په موخه د ديموکراتيکې کوريا د ملګرو له مثبتو کوښښونو څخه ملاتړ کوو.

کيم جونګ اون وويل چې د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې د ملګري شي جين پينګ په محور د دغه ګوند مرکزي کمېسيون په ستر سياسي زړه ورتوب او وظيفې په درلودلو سره نوې مفکورې او نظريې وړاندې کړې او پلي کړي يې دي او له اوږدې مودې راهيسې پاتې ستونزې او مسئلې يې حل کړي دي. له دې څخه څرګندېږي چې د چين ګوندي تګلاره د خپلو بنسټيزو واقعيتونو سره سمه لاره ده. په ځانګړي توګه ملګري عمومي منشي ويلي چې ګوند بايد پخپله څارنه او هراړخيزه اداره وکړي. دا تر زياتې اندازې پورې ګوندي ابادي پياوړې شوې او پر بېلا بېلو کارونو د ګوند پوره مشري تر سره شوې ده. اوس مهال زموږ ګوند هم له ځان ستاينې، بيورو کراسۍ او فساد سره په مبارزه کولو بوخت دی. نو د زړه له کومې هيله لرم چې چي د نسبتاً شتمنې ټولنې د پوره ابادۍ او د يو قوي سوسياليستي عصري هېواد د جوړولو په برخو کې پر له پسې نوي او ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

دواړو خواوو د نړۍ او د کوريا ټاپووزمې د وضيعت په اړه په ژوره توګه د نظريو تبادلې وکړې. شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې سږ کال د کوريا ټاپووزمې په وضعيت کې فعال بدلونونه رامنځته شوي دي. د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په دې برخه کې زيات کوښښونه کړي چې ډېر د ستاينې وړ دي. موږ پر دې ټينګار کوو چې بايد له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکوالي موخه عملي شي، د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات دې وساتل شي او د خبرو اترو او مشورو له لارې دې اړونده مسئله حل شي. موږ له بېلا بېلو خواوو نه غوښتنه کوو چې د دې ټاپووزمې د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ د اړيکو له ښه والي څخه ملاتړ وکړي او د دوی ترمنځ د خبرو اترو د هڅولو لپاره دې اغېزمن کوښښونه ترسره کړي. چين غواړي د دې مسئلې په اړه په دوامداره توګه رغنده رول ولوبوي او د کوريا ټاپووزمې د وضعيت د ښه والي لپاره د ديموکراتيکې کوريا په ګډون له اړوندو خواوو سره ګډ کوښښونه وکړي.

کيم جونګ اون وويل، اوس د کوريا ټاپووزمې وضعيت په ښه لوري روان دی. د ترينګليو حالاتو د ارامولو لپاره مو په ابتکاري توګه تدبيرونه نيولي او د سوله ييزو خبرو اترو وړانديز مو کړی دی. د رئيس کيم ال سونګ او عمومي منشي کيم جونګ ال د وصيتونو له مخې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په موخه هڅه زموږ دايمي او نه بدلېدونکی دريځ دی. له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکوالی زموږ ټينګ دريځ دی. موږ ټينګه اراده لرو چې د دې ټاپووزمې د شمالي او کوريا خواوو ترمنځ ترينګلې اړيکې په روغې جوړې او همکاريزو اړيکو بدلې کړو. موږ غواړو له جنوبي کوريا سره د مشرانو ملاقات وکړو او له امريکا سره خبرې اترې هم وکړو. که جنوبي کوريا او امريکا زموږ کوښښونو ته ښه نيت غوره کړي ، يوه ارامه فضا جوړه کړي او د سولې د عملي کولو لپاره مرحله ييز او همګام پورته کړي، نو له دې ټاپووزمې څخه د ذروی وسلو د پاکوالي مسئله به ليرې شي. موږ غواړو له چين سره ستراتيژيکې تبادلې پياوړې کړو او د يادې مسئلې په اړه د ډيالوګ د ترسره کولو تمايل او د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره په ګډه زيارونه وباسو.

تر خبرو اترو مخکې، شي جين پينګ د خلکو د لوی تلار په شمالي ودانۍ کې د کيم جونګ اون د هر کلي لپاره مراسم تر سره کړل.

تر کتنې وروسته شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان د کيم جونګ اون او مېرمن ري سول جون د هرکلي په مناسبت مېلمستيا جوړه کړه. شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د پسرلي په رارسېدو سره ملګري کيم جونګ اون او مېرمن ري سول جون د خپل غير رسمي سفر لپاره چين ته راغلي دي. دا د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره خورا اهميت لري او په نوې تاريخي زمانه کې د دواړو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به مهم خدمتونه تر سره کړي. همدا اوس ما او مشر کيم جونګ اون سره په ډاګه او دوستانه فضا کې سره خبرې وکړې. موږ له دې سره موافقه وکړه چې د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ دوديزه دوستي په ميراث پرېښودل د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري او د دواړو خواوو ستراتيژيکي انتخاب دی. هر څنګه چې نړيوال او سيمه ييز حالات بدلېږي، موږ دواړه خواوې به د نړيوال پرمختګ عمومي تمايل او د دواړو هېوادونوړ ترمنځ د اړيکو عمومي حالت ونيسو، خپلمنځي لوړ پوړی تګ راتګ به پياوړی کړو، خپلمنځي ستراتيژيکي تبادلې به زياتې کړو، همکاري به پراخې کړو او دواړو هېوادونو او خلکو ته به زياتې ګټې ورسوو.

کيم جونګ اون د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې د کوريا ټاپووزمې حالاتو د ستر بدلون په حال کې زه د دغې ټاپووزمې د سولې او ثبات او د ديموکراتيکې کوريا او چين ترمنځ د دوستۍ په ميراث پرېښودلو او پرمختګ په هيله د يو لنډ سفر لپاره چين ته راغلی يم. چين زما د لومړي بهرني سفر منزل دی چې ترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ په ميراث پرېښودلو او زموږ ترمنځ دوستۍ ته په درنه سترګه د کتلو په اړه زما هيله څرګندېږي. ما له عمومي منشي شي جين پينګ سره د دوو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو، د خپل هېواد کورنيو حالاتو او د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو په هکله بريالې خبرې اترې وکړې. زه باور لرم چې په دغه خوشحاله او هيلمن پسرلي کې له عمومي منشي شي جين پينګ سره زما لومړۍ کتنه د ديموکراتيکې کوريا او چين ترمنځ د دوستۍ ښې نتيجې ولري او د کوريا ټاپووزمې سوله او ثبات پرمخ بوزي.

د دغه سفر په ترڅ کې شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان د دياو يو تای ملي ملېمستون کې د کيم جونګ اون او د ده مېرمن ري سول جون په مناسبت د غرمې مېلمستيا هم جوړه کړه. شي جين پينګ څرګنده کړه چې دياو يو تای ملي مېلمستون د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د دوديزې دوستۍ پرمختګ شاهد دی. د دواړو ګوندونو او هېوادونو پخوانيو مشرانو ترمنځ ډېرې نژدې اړيکې زموږ لپاره يوه ښه نمونه ده. موږ هرکلی کوو چې په راتلونکې کې مشر کيم جونګ اون او مېرمن ري سول جون کله کله چين ته سفر وکړي.

کيم جونګ اون څرګنده کړه چې د ديموکراتيکې کوريا او چين ترمنځ دوستي ډېره قيمتي او د ساتلو وړ ده. زه غواړم چې له ملګري عمومي منشي سره يو ځای د پخوانيو مشرانو له لوړې ارادې سره سم زموږ ترمنځ دوستۍ ته پرمختګ ورکړم تر څو چې دغه اړيکې په نويو حالاتو کې نوي پوړ ته ورسېږي.

کيم جونګ اون د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې د چين د علومو اکاډمۍ د نوښتي لاسته راوړنو له نندارتون څخه ليدنه وکړه. هغه د علمي او تخنيکي پرمختګ او نوښت په برخو کې د چين د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او د ليدنې په پای کې يې خپل پيغام پاتې کړ.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د ياد کمېسيون د سکريتريت منشي او د ياد کمېسيون دفتر مشر دينګ شوی شيانګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي يانګ جيې چه، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د ياد کمېسيون د سکرتريت منشي او د ياد کمېسيون د سياسي او قانوني کمېټې مشر ګوه شنګ کون، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د ياد کمېسيون د سکرتريت منشي او د ياد کمېسيون د تبليغاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او په بېجينګ ښار کې د ګوندي کمېټې منشي څای چي او د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په شمول يو لړ ګوندي او دولتي مشرانو په اړوندو فعاليتونو کې ګډون کړی دی.

د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېسيون مرستيال مشر او د دغه مرکزي کمېسيون د تشکيلاتو او لارښونې څانګې مشر چوی ريونګ های، د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېسيون مرستيال مشر او د دغه مرکزي کمېسيون د تبليغاتو او لمسون څانګې مشر پک کوانګ هو، د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېسيون مرستيال مشر او د نړيوالو چارو څانګې مشر ري سو يونګ، د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېسيون مرستيال مشر او د واحدې جبهې څانګې مشر کي يونګ چول او د ديموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو وزير ري يونګ هو په شمول د دغه کوريا يو لړ ګوندي او دولتي مشرانو د کيم جونګ اون په بدرګه چين ته راغلی او په اړوندو فعاليتونو کې يې ګډون کړی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای