CRI Online

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د ورپيژندنې په غونډه کې زيات شمير امريکايي تصدۍ راجلب شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-29 11:35:44


په غونډه کې ګډونوال

د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون د ورپيژندنې غونډه د مارچ په ۲۸مه نېټه د امريکا په نيويارک کې تر سره شوه چې په غونډه کې د برخوالو ميلمنو په اند د چين د نړيوالې سوداګرۍ د يو لړ نندارتونونو تر سره کول د چيني بازار په هکله د مالوماتو تر لاسه کولو او د دغه بازار د خلاصولو، د دواړو هېودونو د تصديو تر منځ د تګ راتګ پياوړتيا او دواړو خواوو ته د ګټو رسولو لپاره امريکايي تصديو ته ښه فرصتونه برابر کړي دي.

پر ځايي وخت د مارچ په ۲۸مه نېټه د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز او په نيويارک کې سوداګريزې ټولنې په ګډه ياده غونډه تر سره کړه. د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون د چين د سوداګرۍ وزارت او د شانګهای ښار د حکومت لخوا د روان کال د نومبر له پنځمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پوري په شانګهای ښار کې په ګډه جوړ شي. د چين د بهرنې سوداګرۍ مرکز مرستيال مشر ما چون جي وويل دغه نندارتون به چين ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د واردولو پراخوالي لپاره نوی فرصت برابر کړي او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ تر سره کولو او د سوداګريزو فرصتونو په اړه د همکارۍ شريکولو لپاره نوې صحنه به جوړه کړي. اوسمهال د نړيوال اقتصاد د کمزورتيا په حال کې چين په فعاله توګه نړيوالو ته خپل بازار خلاصوي او چيني بازار ته د بېلا بېلو هېوادونو د سوداګريزو توکو، تخنيکونو او خدمتونو د ننوتلو لپاره يوه نوې او هراړخيزه صحنه جوړوي. د وارداتو نندارتون يوازي د چين نه، بلکې د اړوندو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو لخوا په ګډه تر سره کيږي. دغه نندارتون د خلاصوونکي نړيوال اقتصاد د ابادۍ، د نړيوالې سوداګرۍ د يو ځايښت ساتلو او د خلکو د برخليک د ګډې ټولنې هڅولو لپاره د چين يو نوی تدبير هم دی.

ميرمن ليسلي امريکايي او چيني تصديو ته د خدمتونو وړاندې کولو څانګې مشره ده. هغې وويل چې د چين د نړيوالې سوداګرۍ يو لړ نندارتونونه تر سره کول به په واقعي ډول د دواړو هېوادونو د تصديو تر منځ د همکارۍ او تګ راتګ هڅونه وکړي. دغه فعاليت به د چيني او امريکايي تصديو تر منځ د تفاهم زياتوالي لپاره ګټور وي. زه له دغه فعاليت څخه ملاتړ کوم او غواړم چې په کې ګډون وکړم. دغه نندارتون به له چيني تصديو سره د همکارانو پيدا کولو لپاره امريکايي تصديو ته فرصت برابر کړي. اوس د خړپړ سوداګريز چاپيريال په حال کې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستې او تګ راتګ او د تصديو تر منځ همکارۍ ډېر اهميت لري. د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ ټينګښت سره سره به موږ دا وپيژنو چې تګ راتګ او همکارۍ به دواړو هېوادونو ته ګټې ورسوي.

په نيويارک کې د چين د عمومي قونسلګرۍ سوداګريز مستشار جو شان چينګ د ځايي صنعتي او سوداګريزو څانګو او تصديو استازو ته د نندارتون د تياريانې حالت ورمعرفي کړی. د مالوماتو له مخې، ياد نندارتون به د سوداګرۍ او پانګونو هراړخيزه ښونه او د تصديو د سوداګرۍ ښودنه تر سره شي. تر اوسه پورې د يو سل او شلو هېوادونو او سيمو څه دپاسه زرو تصديو په نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي. جو شان چينګ د چين او امريکا تر منځ د سوداګرۍ د پرمختګ يادونې په وخت کې وويل خلک بايد د چين او امريکا تر منځ د سوداګرۍ عمومي حالت وګوري. سره له دې چې اوسنې حالت څنګه بدلېدای شي، دواړه هېوادونه به خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ وساتي چې داخلي وړتياوې او قوې يې سترې دي. باور لري چې په هر حال کې چې د چين او امريکا تر منځ سوداګريزې اړيکې له څه ډول ستونزو او ننګونو سره مخامخ وي، راتلونکې به روښانه وي او پټ توان به پراخ وي. په تيره بيا دواړو خواوو د ځايي تصديو او خلکو تر منځ د همکارۍ قوې ټينګوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې به له ستونزو څخه وژغورل شي او پرمخ به يي بوزي.


ښاغلي ما چون جي د وينا په ترڅ کې


ښاغلی جو شان چينګ د وينا په ترڅ کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای