CRI Online

شي جين پينګ د ناميبيا له ولسمشر سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-30 16:56:58

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې د ناميبيا له ولسمشر هېج ګېينګوب سره خبرې اترې وکړې. دا په روانه اوونۍ کې د کامرون تر ولسمشر وروسته د افريقايي هېوادونو له مشرانو سره د شي جين پينګ دوهمه کتنه وه. شي جين پينګ څرګنده کړه چې چين او افريقا يو له بل سره ګډ برخليک او ګډې ګټې لري. چين به د اخلاقو او ګټو په سمو نظريو سره او په رښتينې او صميمانه توګه د افريقايي هېوادونو په مقابل کې خپلو دوستانه تګلارو ته دوام ورکړي او د چين پرمختګ به له افريقايي پرمختګ سره له مرستې سره يو ځای کړي څو چې د خپلمنځي همکارۍ له لارې ګډې ګټې او ګډ پرمختګ ومومي او په تېره بيا افريقايي هېوادونه له چين سره د همکارۍ په واسطه پخپله پرمختيايي توان پيدا کولای شي.

له ولسمشر ګېينګوب سره د کتنې په ترڅ کې شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او ناميبيا دواړو هېوادونو او ګوندونو ترمنځ دوديزه دوستي ژوره ښکاري چې د امپراليزم او استعمار پر ضد جګړه کې يې اوږه په اوږه سره همکاري کړې، د هېواد په ابادۍ کې يې يو له بل څخه ملاتړ کړی او خپلمنځي دوستانه همکاري يې په پر له پسې توګه ټينګه کړې ده. دا د دواړو خواوو لخوا په مينې د ساتلو وړ دي. د ټول اقليم ملګري په توګه چين غواړي له ناميبيا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثابت او مثبت پرمختګ لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

( لومړی اواز)

چين اوس د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس لخوا د نوې ټاکل شوې موخې له مخې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي قوي هېواد په ابادۍ بوخت دی. ناميبيا هم د صنعتي کېدو او عصري کېدو بهير د چټکولو هڅه کوي څو چې په دغه هېواد کې د اقتصادي خپلواکۍ او د بېوزلۍ له منځه وړلو په اړه دوهم انقلاب بريالي شي. د دواړو هېوادونو پرمختيايي ستراتيژۍ يو له بل سره ډېرې نژدې، واکمنې مفکورې يې ورته دي او د اقتصادي همکارۍ له لارې د يو بل تفاوقونه څرګندېږي. چين هيله لري چې له ناميبيا سره په بېلا بېلو ساحو کې د ګډو ګټو پر بنا خپلمنځي همکاري ژوره کړي. ځکه چې دا به د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.

ولسمشر ګېينګبو د ناميبيا د حکومت او خلکو په استازيتوب د چين د دولت رئيس په توګه د شي جين پينګ د بيا ټاکنې له امله يو ځل بيا مبارکي وويله چې چين د شي جين پينګ په محور د کمونېست ګوند او حکومت تر مشرۍ لاندې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي. هغه وويل چې ناميبيا له چين سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سويه لوړه کړي.

( دوهم اواز)

ناميبيا له چين سره خپلو اړيکو ته زياته پاملرنه کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د نړيوالو حالاتو په ستر بدلون سره له رنګا رنګو ازموينو څخه تېرې شوې دي. اوس مهال زموږ د دوه اړخيزو اړيکو پرمختيايي حالت موږ ته دا اړتيا لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو مقام لوړ کړو او د بنسټيزو تاسيساتو، انساني سرچينې، کلتور، ښوونې، انساني او کلتوري تګ راتګ په شمول برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړو. په يادو ساحو کمې تبادلې او همکاري يو ځل بيا د دوه اړخيز تګ راتګ اهميت څرګندوي.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو له دې سره موافقه وکړه چې د چين او ناميبيا ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ټينګې کړي. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او ناميبيا بايد د دغه نوي پيل پر بنسټ خپلمنځی لوړ پوړی تګ راتګ او د بېلا بېلو کچو دوستانه تبادلې او همکارۍ ته زور ورکړي، سياسي متقابل باور بايد ټينګ کړي، د يو بل د پاملرنې وړ مهمو او سترو مسئلو کې بايد له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي، په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې بايد خپلمنځې تبادله او همغږي پياوړې کړي او د افريقا او پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې بايد لا نورې ښې وساتي. چين هرکلی کوي چې ناميبيا د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مثبت ګډون وکړي او غواړي چې له ناميبيا سره په ګډه له فرصتونو ګټه واخلي، د تګلارو او پلانونو په برخو کې خپلمنځي تبادلې زياتې کړي او په مهمو ساحو کې همکاري پرمخبوزي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای