CRI Online

افغان پوځ په کندهار ولايت کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-31 20:01:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغان خبري رسنيو د مارچ په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې افغان ځواکونو په همدې ورځ په کندهار ولايت کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونو د روانې مياشتې د ۳۰مې نېټې په شپه په کندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۱۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.بر سېره پر دې،د وسله والو طالبانو ۱۰ پټنځايونه يې هم ويجاړ کړي دي.

د خبر له مخې،په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو عمليات زيات شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای