20180402ss.m4a
|
د اپريل لومړۍ نېټه په چين کې د شيونګ أن په نوم نوې سيمې د جوړېدو له لومړۍ کليزې سره برابره ده، په تېر کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په غوښتنې او لارښوونې سره په شيونګ أن کې د مهمو پروژو ،د خلکو د ژوند او د روزګار پيدا کولو په شمول زياتو برخو کې ډېرې لاسته راړونې لري.
د ۲۰۱۷ کال د اپريل په لومړۍ نېټه د چين حکومت د شيونګ أن نوې سيمې د جوړولو پرېکړه وکړه. شيونګ أن نوې سيمه د چين د هه بۍ ولايت په باو دينګ ښار کې دننه پرته ده او پراخوالی يې د هه بۍ ولايت شيونګ ، رونګ چنګ او أن سين درې ولسوالۍ او ځيني شاوخوا ځايونه پوښي چې د بېجينګ ، تيان جين او باو دينګ ښارونو ترمنځ مرکزي ځای ګڼل کيږي. د شيونګ أن نوې سيمې د جوړېدو د لومړۍ کليزې په درشل کې د سي ار ای خبريالان دغې سيمې ته ولاړل.
د رونګ چنګ ولسوالۍ د ما جوانګ کلي په شمال کې د شيونګ أن د ښاريانو د خدمتي مرکز جوړونه چې د شيونګ أن د جوړېدو لومړۍ نښه بلل کيږي، بشپړه شوې ده. د چين د شيونګ أن ګروپ د منيجر مرستيال يانګ جونګ وويل، چې دلته هر ډيزاين"د شيونګ أن کيفيت "ښکارندويي کوي.
((د ودانيو د ډيزاين په اړه لرغونۍ مفکورې د شيونګ أن لپاره مناسبې نه دې، د چاپيريال د ساتنې او د سرچينو د سپما پربنسټ جوړونکې ودانۍ د شيونګ أن راتلونکی بنسټ دی. مثلاً فلادي ودانيز جوړښت مو انتخاب کړی چې له امله يې د پروژې کثافات ۸۰٪ کم شوي او د ودانۍ جوړولو سرعت تر ۴۰٪ زيات لوړ شوی دی.))
د ښاريانو خدمتي مرکز له جوړېدو وروسته به د شيونګ أن نوې سيمې د اداري خدمتونو د مرکز ،د اړوندو طرحو د ښودلو ځای او د تصديو د دفترونو په توګه رول ولوبوي. د ښاغلي يانګ جونګ په وينا دغه مرکز به ډېر پرمختللی وي.
((دغه مرکز به د يو کوچني ځيرک پارک غوندې وي، ښاريان مرکز ته له ننوتلو وروسته به د بې چلوونکي ګاډۍ په وسيله ټاکلي منزل ته وليږدول شي، دغه راز پوستي بستې هم د بې چلوونکي ګاډۍ په وسيله دفترونو ته وليږدول شي.))
د روان کال په فبرورۍ کې له بېجينګ څخه تر شيونګ أن پورې د رېلوې پروژه رسماً پيل شوه. دغه پروژه د شيونګ أن لومړۍ لويه ترافيکي پروژه ده او له بشپړېدو وروسته به يې د رېلوې په وسيله له بېجينګ څخه شيونګ أن ته تګ راتګ يوازې دېرشو دقيقو ته اړتيا ولري. دغه رېلوې به د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې له نوي هوايي ډګر سره په عين وخت کې فعاله شي او سرعت به يې په يو ساعت کې ۲۵۰ کلومترو ته ورسيږي.
تراوسه پورې د علي بابا(Alibaba)، تنسنټ(Tecent)، بايدو(Baidu) او جينګ دونګ (Jingdong) په شمول تر سلو زياتو مشهورو تصديو په شيونګ أن کې د مقرونو يا فرعي څانګو د جوړولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي،د هه بۍ د ولايتي شورا دايمي غړي، د شيونګ أن نوې سيمې د کمونېست ګوند د کاري کمېټې او هم د ادارې کمېټې مشر چن ګانګ وويل، چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له څلوېښتو کلونو نه شن جن او پو دونګ سيمې د نويو سيمو د پرمختګ نمونې ګرځېدلې دي، نن ورځ شيونګ أن به هم د يوې نوې نمونې په توګه جوړ شي.
((زما په اند دا يوه لوړ ميعار لرونکې غوښتنه ده چې بايد د نوښت له لارې ترسره شي. يوازې نوښت شيونګ أن ته ښه راتلونکی، لوړکيفيت او ژوندی ځواک رسولی شي.))
په شيونګ أن کې د لويو پروژو د جوړېدو او د مشهورو تصديو د راجلبولو ترڅنګ د يو مليون دوه سوه او پنځوس زرو ځايي اوسيدونکو د ژوند د ښه والي په موخه هم يو لړ پروګرامونه ترسره شوي دي. مثلاً د تېر کال له جولای نه په شيونګ أن کې خلکو ته کاري روزنې په وړيا ډول برابرې شوې،دغه راز د خلکو د استوګنځايونو او د روزګار د پيدا کولو په برخو کې هم ډېرې ستونزې حل شوې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |