CRI Online

افغانستان کې پارلماني ټاکنې بيا وځنډېدې

cri     (GMT+08:00) 2018-04-03 11:00:22

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اپريل په لوموۍ نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د روان کال د اکتوبر تر ۲۰ مې نېټې وځنډيږي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس په همدې ورځ وويل، چې د نړيوالې ټولنې او اړوندو حکومتي ادارو په مرستو او تر نظارت لاندې به د دغو ټاکنو شفافيت او عدالت تأمين کړي او د ټاکلي پلان له مخې به په روان اپريل کې د بېلابېلو ولايتونو د رايو اچولو په مرکزونو کې د رايو ورکوونکو د نومونو ثبتولو کارونه پيل کړي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د امنيتي ستونزو له کبله لږترلږه د هېواد په ۳۲ سيمو کې د رايو اچولو مرکزونه نه شي جوړېدای.

په افغانستان کې د م م د مرستندويه پلاوي مسئول تداميچي ياماموتو په همدې ورځ وويل، چې په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو مهالوېش د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مهمه پرېکړه ده، م م به د ټاکلي پلان له مخې د دغو ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې تر وسې پورې خپل ملاتړ برابر کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای