CRI Online

ايټاليا او اروپا ښايي له چين سره سوداګري پراخه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-03 15:55:45

د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په دې وروستيو ورځو کې د ولسمشرۍ ياددښت لاسليک کړی او د ۳۰۱ نمبر پلټنې د نتيجې له مخې به له چين څخه د وارد شويو محصولاتو په مقابل کې ګمرکي ماليات زيات کړي او په امريکا کې د چيني تصديو پانګونه به محدوده کړي.په دې هکله په چين کې د ايټاليي د سوداګريزې ټولنې مشر داويد چوسينو زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه کشاله به هرو مرو حل شي او د دې کشالې له امله  ښايي د چين او ايټاليا حتې د چين او اروپا ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پرمختګ لپاره فرصت برابر شي.

داويد د تېرې پېړۍ د اتمې لسيزې په پای کې چين ته راغلی او په تېرو دېرشو کلونو کې يې په چين کې د دې هېواد د ډېرو مشهورو تصديو د استازي په توګه ټاکل شوی او د دې ترڅنګ يې د ځينو ايټاليوي تصديو د سوداګريز سلاکار په توګه خپله دنده تر سره کړه.په دې هکله چې ترمپ به د پوهنې ملکيت پر حق د تېری کولو په پلمه د چيني توليداتو په مقابل کې له چين څخه ډېره ګمرکي ماليه واخلي . داويد وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د پوهنې ملکيت حق د ساتلو په برخه کې د چين قانون جوړونې کارونه بشپړ شوي او د دولت لحاظه په دې برخه کې افکاره پياوړی شوي دي.هغه وويل(اواز...........)ويل کيږي چې د پوهنې ملکيت حق په برخه کې د چين قانون جوړونې کارونه ورځ په ورځ د بشپړېدو په حال کې دي او اړوند قوانين د ځينو مسئلو په مقابله کې جوړ شوي چې د دولت له لحاظه د پوهنې ملکيت پر حق د تېری کوونکو عملونو د ممنوعيت مفکوره ټينګه شوې ده.که څه هم په هر اړخيزه توګه د اړوندو قوانينو پلي کول وخت ته اړتيا لري ، خو په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت په دې برخه کې رښتيني پرمختګونه موندلي دي.

د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزې کشالې په هکله داويد په دې اند دی چې د چين او امريکا لپاره سوداګريره جګړه اړينه نه ده.هغه باور لري چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې اړيکې به هرو مرو ښې شي.هغه وويل (اواز.............) تر هر څه لومړی زما په اند د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز چاپيريال بايد ښه شي .ځکه چې د دواړو هېوادونو لپاره دا لازمه نه ده چې سوداګريزه جګړه به يې ترمنځ پيل شي.يوه خوا د چين محصولات به له سختو بنديزونو سره مخامخ شي او بله خوا امريکا نه غواړي چې چين ته د څينو توليداتو د صادرولو فرصت له لاسه ور کړي.په ځينو ساحو کې ګمرکي ماليه ښايي د چيني پانګوالو له خوا پراخيستل شويو امريکايي شرکتونو باندې اغيزه وکړي،نو دواړه خواوې له کشالو څخه د ځان ساتلو اړتيا لري.که څه هم دغه بهير وخت ته اړتيا لري، خو باور لرم چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې اړيکې به هرو مرو ښې شي.

په چين کې د ايټاليې د سوداګريزې ټولنې د مشر په توګه نوموړي وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د چين او ايټاليي ترمنځ سوداګريز پرمختګ په ثابت حال کې دی .د امريکا د سوداګرۍ ساتونکې تګلارې پر وړاندې چين او ايټاليا دوه اړخيزه سوداګري پراخولی شي.هغه وويل (اواز..........)د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه کشاله ښايي د چين او ايټاليا او د چين او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ د لازياتو پرمختګونو د موندلو لپاره ګټوره ده.په دې وروستيو کلونو کې چين او ايټاليا په سوداګريزه برخه کې رښتينۍ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.ګمرکي ماليه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د مخنيوي لپاره مستقيم عوامل نه دي .نو د چين او ايټاليا ترمنځ دوه اړخيز سوداګريز تمال به مثبت او ښه وي.

د چين او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ په هکله داويد وويل چې د چين او امريکا ترمنځ د

سوداګريزو اړيکو د ترينګلتيا په حال کې اروپا بايد ژر تر ژره له چين سره د دوه اړخيزې پانګونې د تړون د لاسليکولو په باب سلا مشوره وکړي تر څو متقابله پانګونه پياوړې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای