اوس د بېجينګ او جانګ جيا جې ترمنځ د چټکې پټلۍ او نورو لارو مهم ترانسپورټي سامانونه جوړېږي، د اوبو، برېښنا، هوا پېژندنې او مخابراتو برخې سامانونه هم يو ځای سره جوړېږي تر څو د لوبو ډګرونو له جوړونې سره په يو وخت بشپړ شي او د لوبو لپاره خدمتونه او د ښار د تضمين عملياتي توان پياوړی شي.
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کميټې اړوند مسؤل معلومات ورکړل، چې اوس د ترانسپورټي کارونو پلان او د خدمتونو معيار ټاکي، د لوبو ډګرونو په شاوخوا د ترانسپورټي تأسيساتو ډيزاين تر سره کوي، د اولمپيک ژمنيو لوبو د ښارونو ترمنځ د ترافيکي ډاډمنتيا پلان جوړوي.
اړوندې څانګې هڅه کوي چې د ښار او د لوبو ډګرونو ترمنځ هيڅ خنډ موجود نه وي او په مستقيمه توګه يو بل ځای ته تللی شي. په عين وخت کې دوی د چاپيريال ساتنې او له لوبو وروسته د ډګرونو بيا استعمال ته هم پاملرنه کوي، د اولمپيک د ژمنيو لوبو په وخت کې د کم کاربن ترافيک او د اوبو او انرژۍ ډاډمنتيا پلان جوړوي تر څو د ژمنيو لوبو د اوبو د بيا استعمال او د کم کاربن د ايستلو موخه تر سره شي.
تخنيک د اولمپيک د ژمنيو لوبو کلک ملاتړ دی. اوس اړوندې څانګې هڅه کوي چې د نوي تخنيک له لارې ځيرک ډګرونه او د اولمپيک کلي جوړ کړي چې د اولمپيک د ژمنيو لوبو ځيرکتياوو ځانګړتياوې څرګندې شي.
په عين وخت کې د ښاري خدمتونو او ډاډمنتيا کارونه هم روان دي.
لومړی، د ککړتياوو د له منځه وړنې هڅه کېږي، د هوا ککړتيا مخنيوي او د پاکولو په اړه فعاليتونه جوړېږي تر څو د هوا کيفيت په ښه ډول کنترول شي.
دوهم، د اوبو د ککړتيا د پاکولو د فعاليت او د اولمپيک د ژمنيو لوبو د فاضله موادو د ادارې په اړه پلان جوړېږي او پلي کېږي.
درېيم، په عمده ډول د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ډګرونو په شاوخوا کې نورې زياتې ونې او چمنونه زرغونيږي تر څو نوموړې سيمې نورې شنې او ښکلې شي. ځنګلونه او مرطوبې ځمکې وساتي، شين ايکولوژيکي دهليز جوړ شي، د لوبو ډګرونو شاوخوا سيمو کې ايکولوژيکي بيا رغونه او د ونو کښېنول تر سره کېږي.
څلورم، پاکه ښاري بڼه رامنځته کېږي. د معيار له مخې د دې ښار د اړوندو کلتوري ميدانونو او د لوبو ډګرونو په شاوخوا د اولمپيک ژمنيو لوبو نښې او د لارښودنې علامې ډيزاين او ودورل شي تر څو د اولمپيک د ژمنيو لوبو لپاره ښه چاپيريال برابر شي.
پنځم، په دقيقه توګه ښار اداره کېږي. د معلوماتو او ځيرکتياوو له لارې د ښار اداره ټينګه کېږي. د ښار عملياتي او د بيړني حالت د حل توان پياوړی شي.
د ترانسپورټي تأسيساتو د جوړولو سره به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو چمتوکوونکي کارونه مهمې او ژورې مرحلې ته ورسېږي. د يادو لوبو په مرکز بېلابېلې سيمې او ډګرونه به خپل کارونه پياوړي کړي.
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کميټې سرمنشي هان ځه ژونګ وويل، په بېجينګ کې د اولمپيک ژمنيو لوبو تر سره کول د بېجينګ د پرمختګ لپاره ګټور دي. نو موږ د ترانسپورټي سامانونو د يو ځای کېدو او د صنايعو يو د بل د هڅولو په برخو کې ډېر کوښښونه کوو تر څو د دې ژمنيو لوبو ډګرونه د بېجينګ او جانګ جيا جې د سيلانيزو چارو سيمې او د واورو چارو سيمې د مرکز په توګه اباد شي.
20180403tiyu
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |