CRI Online

د پاکستان صدراعظم هيله لري چې د بواو اسيايي فورم د اسيايي پېړۍ په اړه د ګډې آرزو د ګړندي تحقق لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-04 14:55:45


ګرانو اوريدونکو،د ۲۰۱۸ کال لپاره د بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډه به څو ورځې وروسته پرانيستل شي. د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي به په دې غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي د اپريل په درېيمه نېټه په اسلام اباد کې له چيني رسنيو سره د ګډې مرکې پرمهال ويلي، چې پاکستان د بواو اسيايي فورم له ۲۶ اصلي غړو هېوادونو څخه د يو هېواد په توګه د دغه فورم پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري، هيله ده چې د روانې دورې فورم د اسيايي پېړۍ د ګډې آرزو د چټک تحقق لپاره زياته هڅه وکړي.

عباسي وويل، له دې وروستيو څو کلونو راهيسې د اقتصاد، سوداګرۍ،تخنيکونو، انرژۍ،چاپيريال او ټولنې په شمول زياتو برخو کې د بېلابېلو اسيايي هېوادونو ترمنځ همکاريزې اړيکې په پرله پسې توګه ژورې شوې، پرانيستنه او جامعيت د اوسنۍ زمانې غوښتنه ګرځېدلې ده. د بواو اسيايي فورم اهميت ورځ تر بلې مهم معلوميږي او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د وصل او ګډې ودې په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره يې ډېر ښه فرصتونه برابر کړي دي.

((د روانې دورې په فورم کې به د رئيس شي جين پينګ ګډون دې فورم ته زيات اهميت ورکړي. هيله لرو چې په دې فورم کې د رئيس شي لېرې نظرونه او په نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ کې د چين د رول په اړه د نوموړي نظريې واورو.))

عباسي وويل، د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له لرليد او ځيرکتياوو نه ډک دی، په روانې پېړۍ کې تر ټولو لېرې بصيرت لرونکی تدبير دی او ژورې اغېزې يې بې سارې دي. د دغه وړانديز د نمونوې پروژې په حيث د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د ټينګښت کليدی پروژه ده او پاکستان ته د تاريخي اهميت لرونکی پرمختيايي فرصت رسوي . ده زياته کړه چې په ياد اقتصادي دهليز کې د انرژۍ، مخابراتو ، اوسپنيزو لارو ، سړکونو ، بنسټيزو تأسيساتو او د وګړو د ژوند سره تړلې اساسي همکارۍ شاملې دي . پاکستان ډيره ليوالتيا لري چې ددې دهليز د راتلونکي پړاوونو پرمختيا يعنې د اقتصادي سيمو ابادي به د پاکستان د اقتصادي او صنعتي بنسټ د کلکوالي سبب وګرځي ، زرګونه پاکستانيان به روزګار پيدا کړي او د پاکستان اقتصادي شاخص به لوړ شي .ده وويل :

(( د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز دننه په پاکستان کې د لوړ موثريت لرونکي مخابراتي سيستم د جوړولو او د سلو مليونو عامو وګړو د ژوند د ښه کولو سره مرسته کوی . درې کاله مخکې په پاکستان کې د انرژۍ اړتياوې پوره کيدای نه شوې ، خو اوسمهال د سي پي اي سي په نوم د برېښنا توليدولو پروژو په ابادولو سره زموږ د هيواد د انرژۍ د برابرولو سيستم د بشپړتيا په حال کې دی . ))

د هغو اوازونو په هکله چې په نړۍ کې د يو کمربند او يوې لارې د رغاولو وړانديز ناسم اځوروي او تعبيروي، عباسی وويل دا حقيقت چې څه باندې شپېته هيوادونه او سل سازمانونه د يو کمربند او يوې لارې په ابادولو کې برخه اخلي ، ثابتوي چې دغه ستر وړانديز د هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د سيمو ترمنځ د فاصلې د لنډوالي لپاره مهم رول لوبوي .عباسي په دې اړه وويل :

(( پاکستان د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د يوې مهمې تشکيلاتي برخې په توګه ډير وياړي . موږ به نه يوازې دا چې يادو ګونګسو ته هيڅ پروا ونه کړو، بلکې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په چارو کې به فعاله برخه واخلو څو چې له دې لارې له چين ، منځنۍ اسيا او لويديځو هيوادونو سره د خپلې سوداګرۍ او کولتوري تګ راتګ لپاره مو اړيکې نورې هم نژدې شي .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای