CRI Online

چین په رسمي توګه د چین او امریکا ترمنځ تجارتي اصطکاک ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-04-04 21:19:24

 

امریکا د اپریل میاشتې په ۴ مه نېټه د ګمرکي مالیاتو د زیاتوالي لپاره د تولیداتو لیست خپور کړ چې له مخې به یې امریکا ته د چین پر ۱۳۳۳ ډوله وارداتي تولیداتو ۲۵ سلنه ګمرکي مالیات ولګول شي چې عمومي ارزښت یې ۵۰ ملیارډه امریکایي ډالرو ته رسیږي. د خپلو قانوني ګټو د ساتلو لپاره د چین حکومت اړوندې څانګې د همدې ورځې له غرمې وروسته سمدلاسه پریکړه وکړه چې د لوبیا په ګډون د امریکا کرهنیزو تولیداتو، موټرونو، کیمیاوي صنعتي تولیداتو او الوتکو په شمول د ۱۴ ډوله پر ۱۰۶ وارداتي تولیداتو ۲۵ سلنه سیال ګمرکي مالیات هم ولګوي. د چین د مالیې وزارت او د سوداګرۍ وزارت اړوندو چارواکو په همدې ورځ په بېجینګ کې وویل چې د چین تدبیرونه په مجبوریت سره نیول شوي او صبر ساتونکی هم دي مګر چین به هیڅکله بیروني فشار ته سر ټیټ نه کړي که کوم هیواد پر تجارتي جګړه ټینګار وکړي نو چین به ورسره سیالي وکړي.

په همدې ورځ څه دپاسه سل چیني او بهرنیو خبریالانو د چین د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په اړونده خبري ناسته کې ګډون کړی دی. د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر وانګ شو ون وویل چې د امریکا هغه عمل چې د ۵۰ ملیارډو امریکایي ډالرو په ارزښت به د چین پر تولیداتو ګمرکي مالیات ولګول شي، هیڅ واقعي بنسټ نه لري او د امریکا له خپل نړیوال مسؤلیت څخه سرغړونه ده. هغه داسی وویل:

د نړیوالو قوانینو د روحیې او د چین د بهرني تجارت قانون د ۷ مې مادې سره سم که کوم هیواد یا سیمه په تجارتي ډګر کې پر چین د سپکاوي بندیز، محدودیت یا ناوړه تدبیر ولګوي، موږ به برعکس تدبیرونه ونیسو. دغه راز چین سمدستي د امریکا د یادې پریکړې پر وړاندی عکس العمل وښود او د ۵۰ ملیارډو امریکايي ډالرو په ارزښت یی د تولیداتو لیست خپور کړ. باید وویل شي چې زموږ دغه تدبیر په مجبوریت سره نیول شوی او صبر ساتونکی هم دی.

د چین د مالیې وزارت معین جو ګوانګ یاو هم په همدې ورځ وویل چې چین تر مجبوریت لاندی سیال عمل نیولی دی. د امریکا د لوبیا پر وارداتو ګمرکي مالیات لګول د چین د بزګرانو په غوښتنه نیول شوي دي. هغه په دې نظر دی چې د دواړو خواوو ستونزه اوس پر میز باندی کیښودل شوې ده نو د مشورې او همکارۍ وخت هم راغلی دی.

نوموړي هم وویل: په ريښتنی ډول چين ته د امريکا د لوبيا صادرونکې اندازه بهر ته د امريکا په ټولو صادرونکي لوبيا کې دوه شپيته سلنه نيسي. په ۲۰۱۷ کال کې امريکا د ۳۲ مليونو ۸لکو او ۵۴ زرو ټنو په اندازه لوبيا چين ته صادره کړې چې د چين په ټولو واردونکې لوبيا کې ۳۴اعشاريه ۳۹ سلنه برخه یې نیولې وه. په چين کې هغو بزګرانو چې لوبيا کري، اړوندو ټولنونو ته غوښتنې وړاندې کړې چې د لوبيا په توليد کې د امريکا حکومت د مالي مرستې اندازې د چيني بزګرانو پرګټو بده اغیزه کړې ده. تر اوسه د دغو توليداتو لست نه دی نافذ شوی، خو دواړو خواوو اړوندې مسئلې څرګندې کړې دې. اوسمهال د خبرو اترو او همکارۍ وخت دی او د خبرو اترو مخکنی شرط يو د بل درناوی کول دي، خو دا نه دی چې يوه خوا پر بلې خوا په ټينګار سره شرط واچوي.

د امريکا د سوداګرۍ د استازی دفتر په ۳۰۱ نومې پلټنې کې تر ۲۰۲۵ کال پورې د چين د توليداتو پلان په باب انديښنه څرګنده کړه. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير وانګ شو ون وويل تر ۲۰۲۵ کال پورې د چين د توليداتو پلان د سوداګرۍ نړيوال سازمان په چوکاټ کې له تعهد سره سمون لري چې شفاف، خلاصونکی دی او تبعيض نه لري او د چيني او بهرنيو تصديو د ګډون هرکلی کوي. هغه وويل که تر ۲۰۲۵ کال پورې د چين د توليداتو پلان کومې برخې کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د تعهد او د چين له ژمنو څخه سرغړونه شوې وي، د دغه سازمان په چوکاټ کې سلامشورې او دعوا وړاندې کيدای شي. موږ دا هيله نه لرو چې کوم هیواد په خپله خوښه پلمې جوړې کړي او په يوه اړخيزه توګه تدبيرونه غوره کوي. په واقعي ډول په زياتو هېوادونو کې د لارښوونې ورته معيارونه او پلانونه شته دي. د بيلګې په توګه دا د لارښوونې معيار دی چې د باراک اوباما حکومت چند په چند د صادرونکو توليداتو د زياتوالي پلان طرح کړی او په پنځو کلونو کې د صادرونکې اندازې یو چند زیاتوالی اعلان کړ. اروپايي ټولنه د صنعتي چارو د بيا فعاليدو پلان لري. تر ۲۰۲۵ کال پوري د چين د توليداتو پلان جدي پوهاوي ته اړتيا لري او دا ويرونکی نه دی.

د چين د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو مسؤلانو په همدې ورځ په ياده غونډه کې وويل چې چين سوداګريز مثبت بېلانس نه لټوي او هيله لري چې د همکارۍ په بهير کې ګام په ګام سوداګريز برابری ومومي. سوداګريز اصطکاک ګټونکی نه لري،د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د مسؤلانه غړي په توګه چين سوداګريز اصطکاک نه غواړي،خو له سوداګريز اصطکاک څخه ډارېږي هم نه. د چين د ماليې مرستيال وزير جو ګوانګ ياو وويل چې د دواړو خواوو د ښکاره شرايطو په وړاندې موږ هيله لرو چې دواړه خواوې به د متقابل مراعات پر بنسټ د ګډو ګټو او همکارۍ له اصولو سره سم سلامشورې وکړي.که امريکا لاهم په يو اړخيز ډول عمليات تر سره کوي، نو د نوي چين له جوړېدو راهيسې چين هېڅکله بهرني فشار ته سر ټيټ نه کړی.دا د نوي چين د پرمختګ تاريخ دی او د چينايانو د هلو ځلو تاريخ هم دی. چين به هېڅکله بهرني فشار ته سر نه ټيتوي.

ښاغلي جو زياته کړه چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو د ۴۰مې کاليزې د يادونې لپاره به چين نور اړوند نوي تدبيرونه ونيسي،په راتلونکي کې به د چين دروازه نړۍ ته نوره هم پرانستل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای