CRI Online

 د تجارتي اصطکاک په اړه د چين د حکومت دريځ

cri     (GMT+08:00) 2018-04-05 16:26:53
د اپريل په څلورمه نېټه، د چين د ماليې وزارت مرستيال جو ګوانګ ياو، د سوداګرۍ وزارت مرستيال وانګ شو ون او د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په وار سره د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک په اړه د چين د حکومت دريځ څرګند کړ.

ګنګ شوانګ د امريکا لخوا د ګمرکي ماليات اخيستونکو چيني توليداتو لېست د خپرولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل،

(( درته ويلی شم چې البته اغېز به رامنځته شي، خو بيه يې مو لګولی شو. ))

(( په سوداګريزه جګړه کې هيڅوک ګټونکی نه دی، د سوداګريزې جګړې جوړونکی هېواد به په اخيره کې نورو ته د زيان اړولو تر څنګ د خپلو ګټو د زيانېدو نتيجه وګوري. واقعاً د امريکا تدبيرونه به لومړی خپلو ګټو ته زيانونه ورسوي. ))

 

دې پوښتنې ته چې چين او امريکا به سوداګريزې جګړې ته ننوزي او که نه، وانګ شو ون ځواب ووايه:

(( که څوک د سوداګريزې جګړې پر پيل کولو ټينګار وکړي، موږ به تر پايه پورې د دوی په مقابل کې ودرېږو. که څوک خبرې اترې کول وغواړي، د چين دروازه پرانيستې ده. ))

 

دې پوښتنې ته چې که سوداګريزه جګړه پيل شي، چين به بريالی شي او که نه، جو ګوانګ ياو ځواب ووايه:

(( رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کوي چې چين هيڅکله د نورو هېوادونو پر ګټو د تيري کولو په بيه خپل پرمختګ نه مومي، بلکې هيڅکله له خپلو قانوني حقوقو او ګټو څخه هم لاس نه اخلي، هيڅوک هيله من نه دي چې چين د خپل پرمختګ زيانمنېدل مني. ))

 

د دې په اړه چې امريکا غواړي د چين له خوا د سلو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت تجارتي مثبت توازن کم کړي، وانګ شو ون وويل،

(( واقعاً د چين او امريکا ترمنځ تجارتي مثبت توازن يوازې د امريکا له خوا د خپور شوي شمېر يو په درېيمه دی، دومره زيات نه دی. د چين لخوا د سلو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د مثبت توازن کمول د منلو وړ نه دي. ))

 

د امريکا د قدم په اړه ګنګ شوانګ وويل،

(( د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو په ۴۰ کلونو کې موږ له زياتو ننګونو، ستونزو، موانعو او فشارونو څخه تير شوي يو، خو د ليرې کولو او مبارزه کولو په بهير کې زموږ قوت او باور په پر له پسې توګه ټينګ او پياوړی شوی دی. د چين د سرټيتولو په موخه د فشار اچولو او يا ګواښ کولو دسيسې په تاريخ کې نه دي بريالۍ شوي، نو نن ورځ به هم بريالۍ نشي. ))

 

د چيني توليداتو د ۲۰۲۵ پلان په مقابل کې د امريکا د خبرو په اړه وانګ شو ون وويل،

((د چيني توليداتو ۲۰۲۵ پلان روڼ، خلاص او غير تبعيضي دی، نه يوازې چيني تصدۍ بلکې بهرنۍ تصدۍ هم په دې پلان کې ګډون کولی شي، يوازې دولتي تصدۍ نه، بلکې ملکي تصدۍ هم پکې برخه اخيستلی شي، نو هرکلی کوو چې امريکايي تصدۍ په دې پلان کې ګډون وکړي. ))

 

د دې پوښتنې ته چې چين به په ډېره پيمانه د امريکا پولي پورونه وپلوري او که نه، جو ګوانګ ياو ځواب ورکړ او ويې ويل،

(( چين په نړيوال مالي بازار کې يو مسئولانه پانګه اچوونکی دی. د بهرنيو اسعارو د زېرمې او تنظيم لومړی اصل امنيت دی، زموږ د پانګونې د امنيت تامينول دي. دوهم اصل چلند دی او درېيم اصل د معقولو ګټو اخيستنه ده.))

 

د دې مسئلې په اړه چې چين به د ټرمپ پر حکومت باندې فشارونه واچوي او که نه چې بېرته خبرو اترو ته راشي، جو ګوانګ ياو وويل،

(( دواړو خواوو پر مېز باندې مسئله ايښې ده، اوس د خبرو اترو او همکارۍ وخت دی. توپيرونه يوازې د فعالو خبرو اترو او رښتينيو سلامشورو له لارې ليرې کېدای شي. د سلامشورو مخکښ شرط متقابل تفاهم او امتياز دی، نه د لوړې بيې ټاکنه. ))

د چين د پرمختګ د باور او رمز په اړه جو ګوانګ ياو وويل

(( د چين د پرمختګ رمز يعنې د رئيس شي جين بينګ په وينا کې ياده شوې، پرمختګ زموږ لومړۍ مهمه دنده ده، استعداد لرونکي کسان لومړۍ سرچينه ده، نوښت لومړی خوځنده قوت دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای