د اپريل په څلورمه نېټه د افغانستان د پژواک اژانس د خپلې وېبپاڼې له لارې خبر ورکړ چې په تېر مارچ کې د افغانستان په بېلوبېلو ځايونو کې ۱۷۱ بريدونه رامنځته شوي چې پکې ۱۰۱۸ کسان ووژل شوي او ۷۹۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه خبر ښيي چې په تېر مارچ کې د افغانستان د ټولو ۳۴ ولايتونو له جملې نه ۳۱ ولايتونو کې مختلف ډول بريدونه ترسره شوي چې پکې د مرګ ژوبلې شمېر د تېرې فبرورۍ په پرتله ۲۹٪ زيات و او په قربانيانو کې عام وګړي، حکومت ضد وسله وال او هم ملي امنيت ساتونکي شامل وو.
همدارنګه په دغه خبر کې زياته شوې چې په روان کال کې د بريدونو له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې په پرتله سخته ده او په دې جمله کې د مارچ په ۲۱ مه نېټه په کابل کې د داعش لخوا ترسره شوي ځانمرګي بريد کې نږدې سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې تر ټولو سخته ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |