CRI Online

د چين د قبر جارو کونې په ورځ کې د اسلافو لپاره د قربانۍ او د قبرونو د جارو کولو نوی او مدنی دود رامنځته شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-05 16:25:34

د قبر جارو کونې ورځ د چين په دودونو کې د اسلافو د قربانيو او يادولو ورځ ده. خلک د پټاکۍ بلولو، د قربانۍ شيانو ورکولو، د ګربتۍ او د يادګيرنې کاغذي پيسو د سوځولو له لارې د مړه شويو خپلوانو او اسلافو يادونه کوي. خو داسې عملونه د اور لګېدنې او د چاپيريال د ککړتيا سبب ګرځي. نو په تېرو څو کلونو کې د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو له خلکو څخه غوښتنه کړې چې په نوې او مدني توګه قبرونه جارو کړي او د اسلافو لپاره قربانۍ کړي. د چاپيريال د ساتنې افکار ورځ په ورځ د خلکو په زړونو کې پاتې کېږي، نو زياتره وګړي په کولتوري او مدني توګه د قربانۍ مراسم تر سره کوي.

د بېجينګ د با باو شان د ولسي عامو هديرو په باغ کې کارکوونکي په وړيا توګه وګړيو ته تازه ګلونه ورکوي او له وګړيو څخه هيله کوي چې د تازه ګلونو د ورکولو له لارې د مړه شويو کسانو يادونه وکړي. د بېجينګ د با باو شان د ولسي عامو هديرو باغ د ګوندي کميټې مرستيال ني شياو فنګ وويل، 

په دې څو ورځو کې به موږ هره ورځ له شل زرو نه زيات تازه ګلونه ورکړو، خو ځينې کسان لا هم په عادت سره خوراکونه، د يادګيرنې کاغذي پيسې او ګربتۍ راوړي. هر کال د قبر جارو کونې ورځې له تېرېدو وروسته موږ څه باندې د يو سلو ټنو څخه زيات قرباني شوي او سوځولو شيان پاکوو. دا د چاپيريال ککړتيا ده.

د سږ کال د قبر جارو کونې ورځ په موده کې د چين د قبرونو او هديرو په باغونو کې د قربانۍ نوي ډولونه رامنځته شوي دي. مثلاً، خلک د بالونونو د پورته کولو او د زمانې پوستي بوکس د جوړولو له لارې د خپلوانو او اسلافو يادونه کوي. خلک په پوستي کارډ باندې د خپلوانو په ياد خبرې ليکلی شي او په دغه پوستي بوکس کې اچولی شي.

زما د پلار، مور او خور قبرونه په دې ځای کې دي. زما په اند، دا يو ښه ډول يادونه ده چې په پوستي کارډ باندې مړو شويو خپلوانو ته خپلې خبرې وليکم.

څرنګه چې زياتره چينايان له ټاټوبي څخه لرې نورو ځايونو کې کار کوي او په دې ورځ کې اسلافو ته د قربانۍ ورکولو لپاره ټاټوبي ته نه شي تللی، نو دوی د سړکونو پر غاړو او پا نوشونو کې د يادګيرنې کاغذي پيسو د سوځولو له لارې خپله يادونه څرګندوي. خو دغه عملونه د اور لګېدنې او د چاپيريال د ککړتيا سبب ګرځي. د تيان جين، نان جينګ او چين هوانګ داو په شمول ځينو ځايونو کې اړوند ارګانونه دغې مسئلې ته توجه لري. دوی د دغو خلکو لپاره د قربانۍ ګرځندوي موټرونه چمتو کوي. خلک په دغو موټرونو کې د يادګيرنې کاغذي پيسې سوځولی شي. له دې لارې هم د قربانۍ دود ساتلی شي او هم چاپيريال ته ککړتيا نه رسېږي. د نان جينګ ښار د يو هوا ګونګ ده باغ کارکوونکي دونګ شاو وين وويل، 

زموږ باغ د ولايت له نورو ځايونو څخه مخکې د قربانۍ دوه ګرځندوي موټرونه اخيستي دي. دغه موټر د يادګيرنې شيانو د سوځولو غوړسکې او دوړې پاکولی شي او چاپيريال ته هيڅ ککړ شوي شيان ونه نه پرېږدي.

د معلوماتو له مخې، پر يادو ډولونو سر بېره، ځينې کسان د چين د قربانۍ ويبپاڼې له لارې د قربانۍ مراسم تر سره کوي. دوی په انټرنيټي باغ کې د قربانۍ شيان جوړوي او د قربانۍ مراسم تر سره کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای