د روسيې د فيډرالي امنيت ادارې د مشر لومړي مرستيال سميرنوف د اپريل په پنځمه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې وويل، چې کابو ۸۰۰۰ اورپکي چې پخوا په سوريه کې جنګېدل اوس افغانستان ته انتقال شوي دي.
نوموړي په همدې ورځ په تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ پرضد سيمه ييزو ارګانونو د شورا له ۳۲ مې غونډې وروسته رسنيو ته وويل، چې د تاجکستان د استخباراتي معلوماتو له مخې،اوس له سوريې نه کابو ۸۰۰۰ اورپکي افغانستان ته انتقال شوي چې پکې د داعش غړي هم شامل دي او د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته يې ګواښونه پېښ کړي دي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ پرضد سيمه د ييزو ارګانونو شورا په روانه غونډه کې پرېکړه شوې چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به په ګډې همکارۍ سره په افغانستان کې دننه د دغو اورپکو ګواښونه تر وسې پورې کم کړي، په ترهګريزو عملياتو کې د لاس لرونکو کسانو او افغانستان کې دننه د ترهګريزو سازمانونو د غړو په اړه د معلوماتو تبادله به وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته به د دغو کسانو د ننوتلو د مخنيوي په موخه ګامونه پورته کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |