CRI Online

د چين کارپوهان په دې نظر دي چې د امريکا د ۳۰۱په نوم د پلټنې موخه د چين د لوړو تخنيکي چارو د پرمختګ مخه نيول دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-06 14:38:11

د چين او امريکا د سوداګريزو اړيکو په اړه سيمينار

څو ورځې مخکې امريکا د ۳۰۱ په نوم د پلټنې سره سم د زياتو ګمرکي مالياتو اخيستونکو چيني توليداتو لېست خپور کړ. وروسته تردې چين سمدلاسه ورسره د مقابله کولو په هکله د ماليات اخيستونکو امريکايي توليداتو لېست خپور کړ چې اوس د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه شخړه د سختېدو امکان لري. د چين څو کارپوهانو د اپريل په پنځمه نېټه په بېجينګ کې نظريې څرګندې کړې چې د امريکا دغه عمل تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د توليد پلان په مقابل کې تر سره کوي او موخه يې دا ده چې په عمده توګه د چين ماشيني او الکترونيکي توليدات وځپي او په اړوندو ساحو کې د چين د لوړو تخنيکي چارو د پرمختګ مخه ونيسي.

امريکا د اپريل په څلورمه نېټه د زياتو ګمرکي مالياتو اخيستونکو چيني توليداتو لېست خپور کړ چې له مخې به يې امکان شته چې له چين څخه د پنځوس مليارډو امريکايې ډالرو په ارزښت د ۱۳۳۳ ډولونو له وارداتي توليداتو څخه نور پنځه ويشت سلنه ګمرکي ماليات واخلي. داسې توليدات د چين د اطلاعاتي او مخابراتي تخنيک، د هوايي او هوانوردۍ چارو، روبوټ، طب او درمل او ماشيني چارو په شمول له ځينې چارو سره اړه لري. اړوند شخصيتونه او کارپوهان دې ته توجه لري چې په دغه لېست کې زيات توليدات تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د توليد په پلان پورې اړه لري چې دغه پلان د توليد په برخه کې د يو قوي هېواد د ابادۍ په اړه د چين ستراتيژي ده. د چين د عمومي اقتصاد د څيړنې اکاډمۍ د بهرني اقتصاد د څيړنې مرکز مشر يې فو جينګ وويل،

لومړی، دغه لېست په عمده توګه د چين د هغو ماشيني او الکترونيکي توليداتو په مقابل کې طرحه شوی چې د چين د توليدي چارو د لوړتيا او پرمختګ لپاره د تکيې رول لوبوي. مثلاً، د برېښنا د ترانسفورمير ماشين او لمريزه بتري چې زموږ لخوا په لويه پيمانه امريکا ته صادرېږي. په اړوندو چارو کې ټول هغه توليدات په لېست کې شامل دي چې صادراتي پيمانه يې له چين څخه امريکا ته په صادراتي توليداتو کې مخکښی لس مقامونه نيسي. له بلې خوا، په دغه لېست کې د طب او درمل، رابړ او فولاد او اوسپنې په اړه د توليداتو ډولونه زيات دي، خو د چين لخوا امريکا ته صادراتي اندازه يې لږه ده او حتی صفر ده. دوهم، په دغه لېست کې د صنعتي روبوټ، مايع بلوري تختې، د اورګاډو او الوتکو تجهېزاتو او درمل په اړه د توليداتو صادراتي اندازه دومره لويه نه ده او حتی صادراتي اندازه يې له امريکا څخه زموږ د وارداتي اندازې په نسبت ټيټه ده. خو داسې چارې د چټک پرمختګ په حال کې دي او تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د توليد په پلان کې عمده چارې دي.

بر سېره پردې، امريکا د ۳۰۱ په نوم د پلټنې له لارې د چين په سر يوه تشه خولۍ کېږدي چې چين په زور سره پر نورو هېوادونو تخنيکونه تبديلوي. د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز کارپوهې چن ون لينګ پر دې ټينګار وکړ چې تصدۍ پخپله خوښه تکنالوژۍ تبديلولی شي او د تصديو ترمنځ برابرې سوداګرۍ او تبديل له نړيوال قانون سره سمون خوري او د دواړو تصديو لپاره ګټور دي.

د چين د عمومي اقتصاد د څيړنې اکاډمۍ مرستيال بي جي ياو وويل، چې د امريکا تصدۍ له چيني تصديو سره د همکاريو له لارې زياتې ګټې اخلي. ده وويل،

رښتيا دا ده چې د امريکا تصديو په چين کې د پانګونو او همکاريو له لارې زياتې ګټې اخيستلې دي او اخلي يې. د تصديو ترمنځ پانګونې او همکارۍ چې د تخنيک تبديل، ګډ استخراج او نورو همکاريو لپاره تر سره کېږي، د سوداګرۍ عملونه دي. که ګټه نه شته، د امريکا تصدۍ به رانه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای