CRI Online

په بو او کې چمنونه بيا شنه او سمسور شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-08 15:54:49

                       عکس: د ۲۰۱۳ کال په اپريل کې شي جين پينګ د بو او په اسيايي فورم کې له ګډون کوونکو د تصديو مسئولينو استازو سره د خبرو اترو په حال کې

د ۲۰۱۸ کال په پسرلي کې د بو او وخت بيا پيل کيږي. های نان ولايت چې د چين تر ټولو لويه خاصه اقتصادي سيمه او د اصلاحاتو او ورخلاصون کړکۍ ده، يو ځل بيا د نړيوالو د توجه مرکز ګرځېدلی دی. پنځه کاله مخکې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نړۍ سره ژمنه کړې وه چې چين به پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړي. د اپريل په ۱۰مه نېټه، هغه به دلته د چين د نوي پړاو اصلاحاتو او ورخلاصون نقشه نړۍ ته څرګنده کړي.

د چين د ورخلاصون دروازه به هېڅکله بنده نه شي.

په ۲۰۱۳ کال کې د بو او د اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې د چيني او بهرنيو تصديو ۳۲ برخوالو مسئولينو له شي جين پينګ سره د پوښتنو او ځوابونو ډيالوګ تر سره کړی و.

د امريکا د پيپسي شرکت مشر: هيله لرم چې د چين حکومت د ورخلاصون پراخوالي ته دوام ورکړي، د اداري موافقې سيستم اصلاحات پياوړي کړي او د کرهنيزو چارو او شنه اقتصاد په برخو کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې زياتوالی وهڅوي.

د فورټيسکوي په نوم د استراليا د فلزاتو ګروپ مشر: چين ته د اوسپنې کانونو د صادرولو په اتکا زموږ ګروپ په نړۍ کې د سرچينو له ډېرو برياليو تصديو څخه يو دی، په چين کې به نورې زياتې پانګې واچوو او د چين د ټولنيزو چارو په پرمختګ کې به لا فعال رول ولوبوي.

د تايلند د جنګدا ګروپ مشر: چين بايد د کورنيو اړتياوو زياتوالی لا پياوړی کړي، کرهنيزې او خدمتي چارې دې سمسورې کړي او د کرهنې، بزګرانو او کليو په چارو کې دې د نورو زياتو تصديو ګډون وهڅوي.

شي جين پينګ په ټينګه او باوري توګه ځواب ورکړ چې د چين د ورخلاصون دروازه به هېڅکله بنده نه شي.

(( د دوو سليزو هدفونه مو ټاکلي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه مو چيني خوب وړاندې کړی، د دغو موخو پوره کول به د چيني اقتصاد لپاره دوامدار او نوی قوت او خوځنده ځواک برابر کړي. د اقتصادي پرمختګ انډول به زموږ د کوښښونو له لارې په لوړه سويه ساتل کيدای شي.))

چين په ستره برخه کې ټولې ثبت شوې تصدۍ د چين د اقتصاد مهمه برخه ده. له بهرنيو پانګو څخه د استفادې تګلاره نه بدلېدونکې ده، د بهرنيو تصديو قانوني حقوق او ګټې د قوانينو سره سم ساتل کيږي.

چين به د ورخلاصون په بڼه اقتصادي سويه لا لوړه کړي. موږ له هر ډول حمايت غوښتنې سره ټينګ مخالفت کوو او هيله لرو چې د سلامشورو له لارې له اړوندو هېوادونو سره سوداګريز توپيرونه ليري کړو او د څو اړخيز تجارتي نظام د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړو.

يو کمربند او يوه لار: د چين د ورخلاصون د نوي وضعيت موندل

د ۲۰۱۳ کال په منی کې د منځنۍ اسيا او جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو څخه د رسمي ليدنې په وخت کې شي جين پينګ په وار سره له اړوندو هېوادونو سره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د ګډې ابادۍ مهم وړانديز وکړ.

شي جين پينګ د دغه وړانديز د اصلي موخې د يادولو په اړه ويلي چې موخه يې د لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چيني پرمختګ د فرصتونو شريکول او د ګډې سمسورتيا موندل دي.

کارپوهان دا ګډه نظريه لري چې يو کمربند او يوه لار د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون او همکارۍ لپاره د چين له خوا برابر شوی نوی ډګر دی.

له تېرو پنځو کلونو راهيسې چين د خپلو عملونو له لارې له نړۍ سره د پرمختګ ګټې شريکې کړې او د همکارۍ له لارې يې ګډ برياليتوبونه پوره کړي دي. چين له ۴۰ نه زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي، له څه باندې ۳۰ هېوادونو سره يې د توليدي توان همکاريز نظامونه جوړ کړي او په اړوندو هېوادونو کې يې له ۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه زياتې پانګې اچولې دي. د اسيايي بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ برخوالو هېوادونو ته ۱مليارډ ۷۰۰ مليونه امريکايي ډالره پورونه ورکړي دي. د ورېښو لارې صندوق له خوا لګول شوې پانګې ۴ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. چيني تصديو په ۲۰ کې ۵۶ اقتصادي او سوداګريزې سيمې جوړې کړې دي چې د اړوندو هېوادونو لپاره يې ۱ مليارډ او ۱۰۰مليونه ماليات او ۱۸۰ زره کاري دندې برابرې کړې دي.

د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه: د چين د ورخلاصون لويه برخه

د شانګهای د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه په ۲۰۱۳ کال کې په رسمي توګه پرانيستل شوه. دوه کاله وروسته په ګوانګ دونګ، تيان جين او فو جيان کې د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې په عين وخت کې پرانيستل شوې.

د ۲۰۱۳ کال راهيسې د دولت په کچه د ازادې سوداګرۍ ۱۱ ازمويښتي سيمې په نوي عام حالت کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا او د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې د پيوستون مهم ډګر ګرځېدلی دی.

شي جين پينګ وويل، چې د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمو ابادول په نوي حالاتو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا لپاره د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون له خوا وړاندې شوی يو مهم قدم دی.

اصلاحات او ورخلاصون: د لا ستر پرمختګ د موندلو په اړه د چين علني رمز

د ۱۹۷۸ کال په دسمبر کې، د چين کمونېست ګوند د ديارلسمې دورې مرکزي کمېسيون په درېيمه عمومي غونډه کې په هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د پلي کولو پريکړه وشوه چې چين په ابتکاري توګه نړۍ ته دروازه پرانيستله.

د ۲۰۱۳کال په اکتوبر کې، د چين کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کمېسيون په درېيمه عمومي غونډه کې د اصلاحاتو د هراړخيز ژوروالي پريکړه وشوه. په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې شي جين پينګ د اصلاحاتو د ژوروالي په اړه د ګوند د مرکزي کمېسيون د مشرانو ډلې د ۳۹ غونډو مشري وکړه، له ۱۵۰۰ نه زيات تدبيرونه يې خپاره کړي او د اقتصاد، سياست، کلتور، ټولنې، ايکولوژۍ او د ګوند د ابادۍ په برخو کې په هراړخيزو اصلاحاتو لاس پورې کړی او يو لړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې ، د اصلاحاتو د ژوروالي په اړه د ګوند د مرکزي کمېسيون د مشرانو ډله په يوه کميټه بدل شوه.

شي جين پينګ په سوچي کې د روسيې له تلويزيون سره مرکه کې ويلي چې که چين د فرصت نيول او د لا ستر پرمختګ موندل وغواړي، بايد د اصلاحاتو او ورخلاصون پر اتکا يې وکړي.

د نوموړي په اند دا د انسانانو په تاريخ کې بې سارې ده چې د ۱ مليارډ ۳۰۰ مليونو تنو نفوس لرونکی هېواد د عصري کېدو موخه پوره کړي. د چين پرمختګ بايد يوه خپله لاره پيدا کړي، په دې لاره کې بايد خپلې تجربې راغونډې کړي، بايد په پر له پسې توګه اصلاحات او ورخلاصون ژور کړي او بايد په مداومه توګه يې پرمخ بوځي.

دا خت بيا رسيدلی چې په بو او کې چمنونه بيا شنه او سمسور شوي، نړۍ دېته سترګې په لار ده چې په بو او کې د نوې زمانې د چين غږ واوري.

                                          د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې شي جين پينګ قزاقستان ته د سفر په وخت کې د يوه= کمربند او يوې لارې د جوړونې  وړانديز وکړ

                               د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کې شي جين پينګ اندونيزيا ته د سفر په وخت کې د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې د جوړونې وړانديز وکړ

                                                          د ۲۰۱۴ کال په مې کې شي جين پينګ د شانګهای د ازادې سوداګرۍ له ازمويښتي سيمې څخه ليدنه وکړه

     په تېرو پنځو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په اړه د اصلاحاتو د ژورولو په هکله لارښوونکي ګروپ نږدې ۴۰ غونډې ترسره کړې او څه باندې ۱۵۰۰ اصلاحي تدبيرونه يې نيولي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای