CRI Online

د کارپوهانو په اند د امريکا هغه عمل د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده کوم چې د چين له واردونکو توليداتو څخه زياته ګمرکي تعرفه اخلي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-09 12:09:19

د امريکا د لمسونکو عملونو له امله د چين او امريکا تر منځ سوداګريزې لانجې په وروستيو ورځو کې پر له پسې سختې شوې دي. امريکا د ۳۰۱ نومې پلټنې د نتيجې له مخې د چين پر حکومت تور لګولی چې له امريکايي تصديو څخه يې په اجباري توګه تخنيکونه خپل کړي دي. په دې هکله د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د امريکا دغه نيوکه بې بنسټه ده. دوی وايي چې د چين او امريکا د تصديو تر منځ د تخنيکونو سپارل په خپله خوښه تر سره شوې معامله ده او امريکايي تصديو له چيني تصديو سره د همکارۍ په بهير کې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي. د کارپوهانو په اند امريکا د چين له واردونکو توليداتو څخه تبعيضي ګمرکي زياته تعرفه اخلي، دا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له ژمنو او بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده.

کارپوهانو دې ته هم پام اړولی چې د امريکا د ۳۰۱ نومې پلټنې په راپور کې چين ته د تخنيکونو د سپارلو او د پوهنې د ملکيت حق د نوښت په برخو کې د امريکا لخوا پر چين د تور لګولو عملونه بی بنسټ دي او يوازې د ناپاکو خبرونو، په ګټو پورې د اړه لرونکو خواوو د نظريو په شمول د ناڅرګندو سرچينو له مخې د بل هېواد پر سوداګريزو توکيو نيوکه کوي. د دوی په اند د امريکا دغه نيوکې د يوې اړخيزې  سوداګرۍ  ساتونکې غوښتنې نمنوي عمل دی.

د چين په سوداګرۍ وزارت پورې اړوند د څېړنيز انسټيټيوټ د امريکا او اوقيانوس د څيړنې څانګې مشر لي وې وويل چې په چين کې هيڅ داسې قانون نه شته چې بهرنۍ تصدۍ بايد د چين همکارانو ته تخنيکونه وسپاري. هغه وويل (اواز)

په چين کې هيڅ داسې قانون نه شته چې په زور  د تخينکونو سپارلو غوښتنه پکې شامله وي او مشخص کارونه ټول د تصديو لخوا په خپله خوښه تر سره کيږي او دا د چين له حکومت سره اړيکې نه لري. تصدۍ ګټو ته پام اړوي او امريکايي تصدۍ د چين ستر بازار ګوري. د دغې نيوکې اصلي مانا دا ده چې امريکا غواړي د اقتصادپه عمومي تګلارو کې پر چين فشار واچوي او بله خوا د چين د تخنيکونو د پرمختګ په هکله ځان ته انديښنه کوي.

په واقعي ډول د چين د پوهنې ملکيت حق د ادارې د شميرنې له مخې په ۲۰۱۷ کال کې امريکا د چين د امتيازي حق ۲۳۶۷۹ صلاحيتونه تر لاسه کړي دي او د امريکا د کوالکوم نومې شرکت داسې بهرنی شرکت ګرځيدلی چې په تېر کال کې يې د چين تر ټولو زيات امتيازي حقونه ګټلي دي. چين په ۲۰۱۶ کال کې په نړۍ کې لومړی داسې هېواد ګرځيدلی چې د اختراع کولو د امتيازي حقونو څه دپاسه يو مليون غوښتنې يې چلولي دي. د پوهنې د ملکيت حق د نړيوال سازمان عمومي مدير وويل چين د تخنيکونو له کاروونکي خوا څخه د تخنيکونو په توليدوونکی خوا بدل شوی دی.

د دغو واقعيتونو پر وړاندې امريکا د ۳۰۱ نومې پلټنې له مخې پر چين تور لګولی چې چين د سهامې حقونو د محدودولو او د اجراييوي اجازې د څارنې او منظورۍ  ګامونو له لارې پر امريکايي تصديو فشارونه اچوي او په زور له امريکايي تصديو څخه تخنيکونه زده کوي. په دې هکله د چين د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون پروفيسر څوی فان وويل چې دا د تصديو تر منځ همکاري ده او سوداګريز عمل هم دی. (اواز)

امريکايي تصدي چين ته ننوځي او غواړي چې د بهرنۍ پانګونې تصدی په چين کې جوړه کړي، نو بايد چيني همکار ولري. له چيني همکار سره د سوداګريزو سلامشورو په وخت کې دې دواړه خواوې د اسهامو د ويشلو او د تخنيکونو د شريکولو په برخو کې خبرې اترې وکړي. دا سوداګريز عمل دی.

 امريکا د چين پر وړاندې د وارداتي توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تدبير غوره کړی دی. پروفيسر څوی فان وويل د امريکا عمل په ريښتنې ډول د سوداګرۍ نړيوال سازمان ژمنې خرابوي. (اواز) اوس امريکا په مستقيمه توګه له چين څخه تبعيضي زياته ګمرکي تعرفه اخلي او د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګمرکي مالياتو د کموالي په اړه يې خپله ژمنه ماته کړه. د امريکا دغه کړه وړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای