CRI Online

د افغانستان د خبري رسنيو استازي: د خبري رسنيو ترمنځ همکارۍ د اسيا د پرمختګ او په دې سيمه کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پلی کولو لپاره مهم رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-09 17:05:34

د اسيايي خبري رسنيو سرمشريزه غونډه

د څه باندې ۴۰ هېوادونو د عمده خبري رسنيو نږدې سل استازي په دغه غونډه کې ګډون کوي

د افغانستان د اکسون مېډيا ګروپ مشر  حميد ناصری

د افغانستان د اصلاح ورځپاڼې مسؤل مدير داد محمد عنابي

د اسيايي خبري رسنيو سرمشريزه غونډه چې عمده موضوع يې د اسيايي خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ نوې زمانه يعنې تګ راتګ ، نوښت او پرمختګ دی، د اپريل په نهمه نېټه د بو او د اسيايي فورم د کلنۍ غونډې په ترڅ کې د چين د های نان ولايت په سان يا ښار کې تر سره شوه.

د څه باندې ۴۰ هېوادونو د عمده خبري رسنيو نږدې سل استازي به د اسيايي خبري رسنيو د همکارۍ د نوې زمانې تر عنوان لاندې د نظريو تبادلې وکړي، تجربې به شريکې کړي او نوی حياتي ځواک به ولټوي او په ګډه به د همکارۍ نوې زمانه جوړه کړي.

د افغانستان د اکسون مېډيا ګروپ مشر حميد ناصري او د افغانستان د اصلاح ورځپاڼې مسؤل مدير داد محمد عنابي د افغانستان د خبري رسنيو د استازو په توګه په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.

د همدې ورځې په ماسپښين ښاغلي حميد ناصري د دغې غونډې په يوه فرعې مباحثوي غونډه کې چې عنوان يې دی د خبري رسنيو ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ د اسيايي برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره ښه زمينه برابروي، يوه وينا وکړه. ده وويل،

((خوشاله یم چې د چین هېواد په دې تاریخي ناسته کې له افغانستان څخه د ګډون ویاړ لرم.

افغانستان د چین هېواد یو لرغونی دوست، سوله خوښی ګاونډی او د پراخه او ستراتېژیکو اړیکو پالونکی متحد دی.

افغانستان خپلې خپلواکۍ ته اوږده مزلونه وهلي او د یوه سیال هېواد او متمدنې ټولنې جوړښت ته هر اړخیزې هڅې کوي.

زموږ د هېواد ډېرو بنسټونو او ارزښتونو جدي مادي او معنوي صدمې لیدلې وې او د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره ددې وړتیا یې وموندله څو یو خپلواک هېواد پاتې شي او د بیا رغونې چانس ومومي.

په څه باندې تیره یوه لسیزه کې د ډېری نورو بنسټونو ترڅنګ افغان رسنیو پراخه او بېسارې وده وکړه، چې دغې ودې د ټولنې په متوازن پرمختګ کې رغنده رول ترسره کړ.

په دې توګه د ټولنې د وګړو ذهنیت ډیر لوړ او د ملي ګټو د ساتلو او د خپل دوست او دښمن د پېژندنې خاوندان یې کړو.

رسنۍ چې د ملتونو د پوهاوي او خبراوي مهمې وسیلې دي، د افغان-چین د دوه اړخیزه اړیکو په پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی ،او لا هم په دې برخه کې نورې هڅې جاری ساتل شوې دي .

څه باندې پنځلس کاله مخکې په افغاني ټولنه کې د کره اطلاعاتو لپاره یوه عامه او پراخه رسنۍ نه وه څو د ټولنې ټول وګړي په اسانۍ سره اطلاعات ترلاسه کړي. له نېکه مرغه نن ورځ افغانستان په کمي لحاظ د سل ګونه چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو څښتن هېواد دی او د افکارو په تنویر کې یې مهم رول لوبولی دی.

اکسون مېډیا ګروپ په افغانستان کې د رسنیزو چارو خدماتي بهیر دی او د چین د نړیوالې راډیو سره د خپرونو همکاره لیکه ده. دا بهیر چې په ځانګړي ډول د سپوږمۍ راډيو په همکارۍ د چین نړیوالې راډیو خپرونې خپروي هڅه کوي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، یو بل ته د خپلو کلتورونو پېژندنه او اطلاع رسونې ته یو پراخ او مقتدر پل پاتې شي. څو د دواړو هېوادونو وګړي ددې وړتیا ومومي چې یو بل سره ښه درک کړي او د سیالو هېوادونو په لړ کې پاتې شي.

اوس چې چین د یو کمربند او یوې لارې د سترې، تاریخي او ستراتېژیکې پروژې نوښت کړی نو په دې برخه کې د رسنیو د سترې کورنۍ دنده لا حساس او مهم پړاو ته رسېدلې ترڅو د خبر رسونې، کلتوري هلو ځلو او هر اړخیزو خپرونو ستر مسوولیتونه لا ګړندي او پراخ کړل شي.

زه ددې ګروپ د مشرتابه په توګه تل په دې هڅه کې یم څو په اطلاع رسونه کې د تل لپاره، تخصص، دقت او سرعت مؤثر وساتل شي او د هغه څه مخنیوی وشي چې د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا زیانمنه کوي.

څرنګه چې مخکې مو وویل تر دې دمه د افغانستان رسنیو تر ډېره کمي پرمختګ کړی چې دا پرمختګ په تخصص، پراختیا او هر اړخيز مؤثريت سره کیفي ځانګړنه خپلوي، نو په دې توګه اړینه ده چې چین له افغانستان سره په دې ځانګړنه کې همکاري وکړي، څو د ټولنې ډېره برخه ددې اطلاع رسونې څخه نوره هم برخمنه شي.

باور لرم که دې برخې ته ډېر پام وشي نو په پایله کې به د دواړو هېوادونو د متقابلې پېژندنې او پانګونې ته مهم کار شوی وي.

ددې تر څنګ افغانستان له رسنیو ورهاخوا د ژوند په نورو ډګرونو کې په ځانګړي ډول د اقتصاد، کرنې او پوهنې په پراختیا کې د چین همکاریو او بریالیو تجربو ته اړتیا لري، چې دا چاره د باور رامنځته کولو او ستراتېژیکو اړیکو پاللو لپاره یو اړین شرط دی.

تل د وي افغانستان، تل د وي افغان-چین دوستي، مننه!)

د اصلاح ورځپاڼې مسؤل مدير داد محمد عنابي د همدې ورځې په ماسپښين د دغې غونډې په يوه فرعې مباحثوي غونډه کې چې سرليک يې د اسيا د رنګارنګ مدنيتونه او يو د بل سره تګ راتګ او زده کوي، يوه وينا وکړه. ده وويل،

((له هر څخه مخكې تاسي درنو مشرانو ته سلامونه او نيكى هيلى وړاندى كوم او د هغه نهادونو څخه منندويم چې په دي سفر او ناسته كې يې راته د ګډون زمينه برابره كړه.

هيڅكله ځانته اجازه نه وركوم چې د چين هېواد تاريخى شان او شوكت او لوړوالې څخه سترګې پټى كړم چى د اقتصادى ودي، ترقى او هوسا ژوند لپاره يى لاره هواړه كړى ده.

د چين د حكومت هلي ځلى او برنامى نه يوازى د چين د خلكو لپاره بلكى د سيمي او نړي د هېوادونو لپاره هم د قدر وړ دي. د دغو برنامو او پروګرامونو ترڅنګ د اقتصادى ودي يعنى (يو كمربند او يو واټ) چې د سيمى هيوادونو او د نړى د اقتصادى ودى او د بي وزلۍ د له منځه وړلو لپاره رامنځ ته شوى او دسيمى د هيوادونو ترمنځ د مدنى او كلتورى تجربو او د نظرونو د وركولو او بدلولو لپاره يو ستر ضرورت دى.

زه په خپل وار د دى سيمېنار د جوړوونكو يعني د (آسايي هېوادونو د مدنى تجربو بدلول) چې په همدي اړه پرانستل شوى مننه كوم.

درنو دوستانو! ز مونږ د هيواد (افغانستان) سياسى، اقتصادى او كلتورى اړيكى د تاريخ په اوږدو كې د چين د هيواد سره دوام درلود او د دواړه ملتونو يعني (افغانستان او چين) اړيكى د تاريخ په اوږدو كې نه دي خرابى شوى او په اوس وخت كې تر بل هر وخت زيات دغه اړيكو لاپسى پراختيا او او ټينګښت موندلى دي.

لكه څنګه چې اشاره ورته وشوه ز د افغانستان څخه راغلې يم د هغه هېواد څخه چې د ډير اوږد، لرغونى تاريخى او كلتورى ارزښت درلودونكې دي.

ز مونږ هېواد افغانستان په تيرو زمانو كې د تجارتى، اقتصادى او كلتوري نقطى له نظره د آسايي او حتى د نړى د هېوادونو په نښلولو كې ډير ستر رول لوبولي دي.

هغه هېواد چې نن ورځ د افغانستان په نوم ياديږى، يو وخت ډير پر مختللى او دراكړى وركړى له سترو مركزونو څخه حسابيده چې بشرى نړى او ټول ملتونه ورپورى تړلى ؤ.

د وريښمو لارى سوداګريز توكې او كلتورى راكړه وركړه د شرق او غرب، شمال او جنوب ز مونږ له هېواد څخه تيريده او پخوانى نړى يې يو له بل سره نښلولى وه.

په خواشينى سره بايد ووايم د (۴۰) كالو څخه زيات وخت كيږى چې د يوى ناوړه جګړى چى له بهره څخه پر مونږ تپل شوي، لاس او ګريوان يوو د ژوند د دى ستونزو سره سره چى په دى هېواد كې دوام لري بيا هم زمونږ هڅه دا ده چې اوسنى وضعى څخه ځان خلاص او د هيواد د ترقى او وړاندى تګ لپاره لارى چارى ولټوو.

د افغانستان خلك په دي باور دى چې د نړى د دوستو هېوادونو او په ځانګړى ډول د ګاونډيو مرسته او همكاى چې افغانستان له دى حالته وژغورى ډير د ارزښت وړ خبره ده:

زمونږ خلك غواړى چى د ملتونو ترمنځ بى باورى د بين المللى اصولو او قواعدو پر بنا له منځه يوړل شى او آسايي هيوادونه د نړى د هيوادونو په څير خپل روابط جوړ كړي او دغه هېوادونه كولي شى يو حقوقى رژيم رامنځ ته او هغه په رسميت وپيژنى چې آسيا هم د نړى د نورو لويو وچو په شان د يوه واحد وجود په شان را څرګنده شى او خپل منځى مناسبات د نړى د نورو هېوادونو په شان په هغه لورى په حركت راولې چې د ټولو كلتور، سياست، اقتصاد او يووالى يو له بل سره وتړلى.

مونږ بايد دخپله تاريخى او كلتورى پيژند ګلوۍ د يوى ډيرى لويى پيژند ګلوۍ په توګه نندارى ته وړاندى كړو چى د يوى ځانګړى سرچينى څخه تومنه اخلى

زمونږ په سياسى كلتور كې دا فكر د سيمى د هيوادونو د راټوليدو او يو والى په معنى ياديږى.

مطبوعاتى ټولنى د بل هر بنسټ په پرتله كولى شى چې د سيمى د يو والى او يو موټى توب په رامنځته كولو كې ښه او اغيزناك رول ترسره كړي.

رسني كولي شي- د لويو فكرونو او باورونو او د آسيايي هيوادونو په نژدي كيدوكې ستر او ارزښمند كارونه سرته رسوي.

رسني كولي شي ټول شريك كلتوري او تاريخي ارزښتونه پياوړي او مونږ يوله بل سره نژدي كړي او سياستوال د هيواد د مشتركو ګټو لپاره وهڅوي.

د افغانستان د خلكو له نظره هغه خطرونه او د نظر د نه يووالي ويره اچوونكي تهديدونه سره شريك دي چي زمونږ د ټولو شتمني يې د نابودي له خطر سره مخامخ كړيده د افغانستان د خلكو تمه د ټولو هيوادونو څخه چې زمونږ سره په يوشان سرنوشت اخته د تروريزم د نابودي او له منځه وړلو لپاره په قوي عزم او ارادي يوموټي شي او د زماني د دي خطرناكې پديدي په وړاندي يو له بل سره همكاري وكړي.))

ګرانو اوريدونکو، د لس دقيقې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده، ستاسو د کاميابۍ او خوشحالۍ په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای