CRI Online

شي جين پينګ په بو او کې له څو بهرنيو مشرانو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-11 15:28:40

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۱۸ کال غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې تر ګډون وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ماسپښين د چين د های نان ولايت په بو او کې د هالنډ د لومړي وزير مارک روټ، د پاکستان د صدر اعظم شاهد حقان عباسي، د مغوليستان د صدر اعظم اوخنګين خورلوش او د فليپين د ولسمشر رودريګو دوترټ په شمول له څو بهرنيو مشرانو سره وکتل. د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د همکارۍ پرمخبيول د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د خبرو مرکزي ټکی دی.

د اپريل د ۱۰مې نېټې تر غرمې وروسته د بو او په دولتي مېلمستون کې شي جين پينګ د هالنډ له لومړي وزير مارک روټ سره وکتل چې د رسمي سفر لپاره چين ته راغلی دی. دا د دواړو خواوو ترمنځ څلورمه کتنه ده. د کتنې په پيل کې شي جين پينګ د بو او اسيايي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د لومړي وزير روټ د وينا يادونه وکړه.

( لومړی اواز)

د بو او اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې ستاسې وينا ډېره په زړه پورې ده او پکې ټينګار شوي چې هالنډ به په دوامداره توګه د سوداګرۍ نړيوال سازمان په استازيتوب د څو اړخيزې سوداګرۍ له نظام څخه ملاتړ وکړي او د سوداګرۍ د ازادېدو او له سوداګري ساتونکو سره د مخالفت مثبته نښه تر دې څرګنده شوې ده. په دغه مسئله کې چين او هالنډ يو شان يا ورته مفکورې او دريځونه لري. دواړه خواوې په همدې اړه خپلمنځې همغږۍ او همکارۍ ته دوام ورکولای شي. تاسو دا هم ويلي چې هالنډ به په مثبته توګه د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د چين او اروپا ترمنځ همکاري پرمخ بوزي. زه له دې امله ستاسو ستاينه کوم. موږ غواړو چې له هالنډ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يوې نوې سويې ته لوړې کړو.

شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين او هالنډ د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې طبيعي همکاران دي. موږ بايد لوړ پوړی ډيزاين ښه وکړو او د خپلمنځې همکارۍ د ژورتيا لپاره اسانتياوې برابرې کړو. ښاغلي روټ څرګنده کړه چې د هالنډ او چين ترمنځ اړيکې خورا اهميت لري. هالنډ دې ته سترګې په لار دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا ژوره شي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې له چين سره همکار وګرځي څو چې ګډې ګټې لاسته راوړي.

د بو او اسيايي فورم د يو جوړېدونکي غړي هېواد په توګه د پاکستان صدر اعظم شاهد حقان عباسي د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سره د ياد فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ. شي جين پينګ له ښاغلي عباسي سره د کتنې په ترڅ کې هيله وښودله چې له پاکستان سره يو ځای خپلمنځې دوديزه دوستي ټينګه کړي، يو له بل څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، د يو بل ګټې سره يو ځای کړي او د چين او پاکستان ترمنځ د برخليک لا نژدې ګډه ټولنه اباده کړي.

( دوهم اواز)

په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان ته زما له سفر راهيسې د چين او پاکستان ترمنځ د هرې هوا ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ستر پرمختګ موندلی او دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همغږۍ لا نورې هم نژدې شوې دي. د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په ابادۍ کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د دواړو خواوو ترمنځ دفاعي او امنيتي همکارۍ ورځ په ورځ پراخېږي او په مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې يو له بل څخه ملاتړ او همکاري کوي. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو پرمختګ او امنيت ساتلی، بلکې د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره يې هم خدمتونه تر سره کړي دي. د چين او پاکستان اړيکې بايد د نيک ګاونډيتوب مثال، د سيمه ييزې سولې او ثبات ملاتير او د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ يوه ښه نمونه وګرځي.

صدر اعظم عباسي څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

پاکستان او چين وفادار وروڼه دي. زه له دغه فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره دغه خبره يو ځل بيا تکراروم چې پاکستان په ټينګه سره د يو چين پېژندنې تګلاره پلې کوي او د چين د مرکزي ګټو په اړوند او د مهمې پاملرنې وړ مسئلو کې له چين څخه ټينګ ملاتړ کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای