CRI Online

د پاکستان پوځ:پر پاکستان د هندي ځواکونو د بريد له امله ۵ تنه ټپيان شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-12 10:39:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان پوځ د اپرېل په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ هندي ځواکونو په کشمير کې د هند او پاکستان د کنترول کرښې ته نژدې پر پاکستاني خوا بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ۵ عام وګړي ټپيان شوي دي.

د پاکستان د درېيو ځواکونو مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې هندي ځواکونو په همدې ورځ په کشمير کې د کنترول کرښې ته نژدې د پاکستان پر عامو وګړو بريد وکړ چې له امله يې د ۳ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵ تنه ټپيان شوي دي.پاکستاني ځواکونو پر هندي ځواکونو ځوابي بريد وکړ.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې دا دوهم ځل دی چې هندي ځواکونه په کشمير کې پر پاکستاني لوري بريد کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای