CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لويو تصديو له کورنيو او بهرنيو مشرانو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-04-12 15:35:12

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه له بو او څخه ليدنې ته دوام ور کړ.د همدې ورځې په سهار شي جين پينګ د بو او په ملي مېلمستون کې د بو او د اسيايي فورم د شورا له اوسنيو او نويو ټاکل شويو غړو سره وکتل او د ۲۰۱۸ کال لپاره د دې فورم په کلنۍ غونډه کې د کورنيو او بهرنيو تصديو له برخه والو مشرانو سره يې خبرې اترې وکړې. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پردې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د چين اصلاحات به دوام ولري او پرانيستل شوې دروازه به بنده نه شي .د چين په ګړندی اقتصادی ګادی کې ستاسو د سپرېدلو هر کلی کوو او د چين د اصلاحاتو، ورخلاصون او پرمختګ لاسته راوړنې در سره شريکوو.

(اواز.............) له نننيو ګډون کوونکو مشرانو څخه ۲۶ تنه له چين څخه راغلي چې په دې جمله کې د هانکانګ ،مکاو او تايوان د تصديو مشران شامل دي ،او يوولس تنه يې د اسيا له نورو هېوادونو څخه او څوارلس تنه نور يې له اروپايي او امريکايي هېوادونو څخه راغلي دي.

د روانې مياشتې د يوولسمې نيټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بو او په ملي مېلمستون کې له يادو يوبنځوسو خاوندانو سره خبرې وکړې چې پکې د تايلنډ د چای تای ګروپ ،د امريکا د سوداګريزې ټولنې ،د جاپان د تويوتا د موټرونو شرکت او د بريټانيا د پريدنتيال په شمول د شرکتونو مسئولين شامل وو. رئيس شي جين پينګ وويل (اواز..........) ډېر خوشحاله يم چې نن دلته سره ګورو .د دې غونډې له امله د چين حکومت د کورنيو او بهرنيو تصديو له مشرانو سره د نظريو مستقيمې تبادلې کولای شی او ډېر معلومات او ارزښتناک وړانديزونه تر لاسه کولای شي چې دا زمونږ لپاره د اهميت وړ ده.د بواو د اسيايي فورم عمده موضوع اقتصادي چارې دي، نو غږ يې ډېر مهم دی.د تصديو مشران چې د دې فورم عمده برخه ده، د دې فورم د ۱۷ کلن پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کړي او کوي يې.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پردې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د چين اصلاحات به دوام ولري او پرانيستل شوې دروازه به يې بنده نه شي.چين بايد په ټينګ عزم پرانيستی نړيوال اقتصاد ته پرمختيا ور کړي او د اسيا او نړۍ د سمسورتيا لپاره دې خپل خدمتونه وکړي او د چين په ګړندی اقتصادي ګاډی کې د کورنيو او بهرنيو تصديو د سپرېدلو هر کلی کوي تر څو د چين د اصلاحاتو، ورخلاصون او پرمختګ له لاسته راوړنو څخه برخمن وي.هغه وويل(اواز........) تېر کال د چين د کمونېست ګوند د ۱۹ مې دورې ملي کانګرس تر سره شو او د روان کال په مارچ کې د دوو ملي جرګو کلنۍ غونډې تر سره شوې.له دغو غونډو څخه څرګنده شوې نښه ښکاره ده او په دې فورم کې زما له وينا سره کټ مټ او يو شان ده، يعنې چين به په ټينګې ارادې سره د اصلاحاتو او ورخلاصون په لوري مظبوط لوی ګامونه پورته کړي.مونږ په دې هڅه کې يو چې چيني نظام نور پوخ ،اقتصادي پرمختګ کيفيت لرونکی او د هېواد اداري سويه مو نوره هم لوړه وي.تر ټولو مهمه دا ده چې زمونږ خلک ترې نيکمرغي او ډاډمنتيا تر لاسه کړي.

رئيس شي جين پينګ وويل چې چين به د کورنيو او بهرنيو تصديو او شرکتونو د مشرانو د پانګونې لپاره نور منظم چاپيريال برابر کړي او هيله لري چې د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو مشران د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په نوي پړاو کې لازيات پرمختګونه وکړي.

برخه والو مشرانو وويل چې د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ له خوا اعلان شوي يو لړ نوی تدبيرونه د خوشحالۍ وړ دي او نړۍ ته د نړيوال کېدو بهير د پرمخبيولو په ګټه يې نښه وښودله .دوی غواړي چې د اوسني فرصت په نيولو سره د اسيا او نړۍ د سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای