CRI Online

چين به د ډېرې پراخې همکاريزې صحنې په توګه يو کمربند او يوه لار جوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-13 15:25:09

د چين يو اړوند مامور د اپريل په دوولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په بهير کې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي او د نړيوال کيدو څاپې سره سم د ډېرې پراخې همکاريزې صحنې په توګه به يو کمربند او يوه لاره جوړه شي.

د يو کمربند او يوې لارې پلان پنځه کاله مخکې د چين لخوا وړاندی شوی او له پنځو کلونو راهيسې څه دپاسه اتياوو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تازه د بو او په اسيايې فورم کې ويلي چې که بېلا بېلې خواوې په ګډه د بحث کولو، ابادولو او شريکولو پر اصولو ټينګار وکړي او د ډېرې پراخې همکاريزې صحنې په توګه به هرومرو يو کمربند او يوه لاره جوړه او بشپړ شي.

په داسې حال کې چې د اپريل په دوولسمه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د سوداګريزې او پانګونې فورم تر سره شو چې پکې اړوندو خواوو د يو کمربند او يوې لارې د راتلونکې په هکله سلامشورې وکړې. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير چيان که مينګ په فورم کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان اړوندو هېوادونو او سيمو ته واقعي ګټې رسولې او رسوي يې. له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين د سوداګريز تګ راتګ ارزښت له پنځه زره بيليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښت و، په نورو هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو اندازه له اويا بيليارډو امريکايي ډالرو نه زياته وه. چيني تصديو په دغو هېوادونو کې د اقتصادي او سوداګرې همکارۍ ۷۵ سيمې جوړې کړې، کوربه هېواد ته يې د دوه بيليارډ او دوه سوه ميليونو امريکايي ډالرو په اندازه ګمرکي ماليات ورکړی او د کارونو يوويشت فرصتونه يې جوړ کړي دي.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون کميټې مرستيال منشي جو شياو فې وويل چې د تګ راتګ د مخکنۍ لارښوونې ساحې په توګه د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې د يو لړ اوسپنيزو لارو او د ګوادر بندر په شمول پروژې په منظم ډول جوړې شوې دي. (اواز)

په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي اورګاډی چليږي او سرې زرې راشي. د چين او لاوس، د چين او ټايلنډ او مومباس بندر او نايروبي تر منځ د اوسپنيزو لارو په شمول همکاريزې پروژې به تر زياتې اندازې پورې په همکاريزو هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو او د تګ راتګ سويې لوړې کړي، د سيمه ايز دوامدار پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي هڅونه به وکړي. د ځينو پروژو عملي کولو په بهير کې ډېرو ځايي خلکو ته يې د کارونو فرصونه رسولي چې دغو هېوادونو واقعي لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي، د بېلګې په توګه د ماليزيا په شمال کې د اوسپنيزو لارو جوړولو په ترڅ کې ځايې ساختماني مواد کارول کيږي او کارګران په کارونو ګمارل شوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير چيان که مينګ په دې فورم کې د چين د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په هکله وويل (اواز)

موږ به په فعاله توګه د سوداګرۍ او پانګونې په ساحو کې د همکارۍ لارې نوښت وکړو او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د همکاريزو فعاليتونو به پلان عملي کړو ،د ورېښمو لارې په اوږدو کې به هغې پروژې جوړې کړو چې هراړخيزې ګټې ولري او د هڅونې رول ولوبوي، په فعاله توګه به د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د الکترونيکي سوداګرۍ چارې پرمختګ ومومي، په اړوندو هېوادونو کې د پرمختګ توان پياوړتيا او د نړيوال کيدو په بهير کې د ګډون لپاره به ورسره لازمې مرستې وکړو،د سيمه ايزې اقتصادي همکارۍ او د ازادې سوداګرۍ سيمو د ابادۍ به هڅونه وکړو او غواړو چې له اړوندو هېوادونو او سيمو سره د لوړ معيار ازادې سوداګريزې سيمې جوړې کړو.

چين پر دې ټينګار وکړ چې که څه هم د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين لخوا وړاندې شوی، خو فرصتونه او لاسته راوړنې به د نړۍ سره شريکې او ورکړل شي. چين به چيوپولتيک سيالي تر سره نه کړي، د نورو خوا په پريښودلو سره کوچنۍ ډلې به جوړې نه کړي او په زور سره به سوداګري هم ونه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای